معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تېرو څلورو ورځو پرمهال هېواد کې د سېلابونو له امله ۲۹ کسانو ژوند بایللی

د تېرو څلورو ورځو پرمهال هېواد کې د سېلابونو له امله ۲۹ کسانو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسؤولینو ويلي، چې په وروستیو څلورو ورځو کې د هېواد په نهو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله ۲۹ کسانو خپل ژوند بایللی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وايي، په دغو سېلابونو کې ۷۳ کورونه نیم او په بشپړ ډول وران شوي او ۲ زره ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

دغه راز، په وروستيو ورځو کې د سېلابونو له امله يو شمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي، چې د سرپرست حکومت او نړيوالو بنسټونو لخوا ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ ده شوې.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په ۳۲ ولایتونو کې د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې او تراوسه پر ۲۵ زره ۳۹۸ کورنیو مرستې وېشل شوې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس