معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / د آزادو مبارزو لوبغاړي واحد نژند تېره شپه یوې سیالۍ کې خپل سیال مات کړ

د آزادو مبارزو لوبغاړي واحد نژند تېره شپه یوې سیالۍ کې خپل سیال مات کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۵ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د آزادو مبارزو لوبغاړي واحد نژند تېره شپه ناوخته خپله یوه لوبه کې د چک جمهوریت لوبغاړي جاکوب باهنیک ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې په جرمني کې د اوکتاګون سازمان تر چتر لاندې ترسره شوه، تر درې پړاوه سیالۍ وروسته د لوبڅارانو د پرېکړې پر اساس واحد نژند د ډېرو نومرو په اخستلو سره د لوبې ګټونکی اعلان شو.

۳۰ کلن نژند په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې له خپل سیال سره په درې پړاوونو کې پینځه ـ پینځه دقیقې سیالي وکړه او ګټونکی شو.

نژند تر دې دمه په خپلو لسو سیالیو کې اته سیالۍ ګټلې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس