معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / ایرلېنډ په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

ایرلېنډ په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې تېر ماسخوتن د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې وشوه، افغان لوري د پچې په ګټلو سره د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د ایرلېنډ لوبډلې د خپلې توپوهنې په پاڼۍ کې د ۱۴۹ منډو په کولو سره افغان لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له اړخه راشدخان ښه توپ اچونه وکړه، چې د ۱۹ منډو په بدل کې یې درې لوبغاړي وسوځول.

په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې په لومړي ځل لوبیدونکي افغان لوبغاړي، ننګیالي خروټي بیا په ۴ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د توپوهنې په پیل کې خپل لوبغاړي له لاسه ورکړل.

که څه هم نوي وېکټ ساتونکي توپوهونکي محمداسحاق یوه شېبه لوبه چټکه کړه، خو هغه هم له ۳۲ منډو جوړولو وروسته اوټ شو، چې په دې سره د افغانستان ټولو لوبغاړو د ۱۱۱ منډو په جوړولو سره د نولسم اور په ۴م توپ وسوځېدل.

دواړه لوبډلې به د روانې لوبلړۍ دوهمه شل اوریزه سیالي سبا د یکشنبې ورځ ترسره کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس