معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اقتصادي بندیزونه به افغانان تر جګړې ډېر وځپي

اقتصادي بندیزونه به افغانان تر جګړې ډېر وځپي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۱۴مه) پر افغانستان د امریکا اقتصادي بندیزونه به تر شل کلنې جګړې ډېر زیانونه واړوي.
د انټرسېپټ په نامه د امریکا یوې انلاین نشريې د نړیوالو مبصرینو او شنونکو له خولې لیکلي چې امریکا په خپلو اقتصادي بندیزونو د میلیونونه افغانانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی دی.
سرچینه وايي د امریکا اقتصادي بندیزونه به تر شل کلنې جګړې ډېر افغانان زیانمن کړي نو له همدې امله دغه هېواد ته په کار ده چې بشري حقونو ته پام وکړي او د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.
تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو رسنیو په خپلو تحلیلونو کې ویلي چې امریکا دې په افغانستان کې د روان ناورین د پراختیا سبب نه ګرځي او له خلکو سره دې هر اړخیزه مرسته وکړي.
افغان حکومت هم په ځلونو له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي او پرېږدي چې افغانان په خپل هېواد کې سوکاله او ارام ژوند غوره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس