معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / افغان کرکټ لوبډلې په دوهمه شل اوریزه لوبه کې ایرلېنډ ته په لسو منډو ماتې ورکړه

افغان کرکټ لوبډلې په دوهمه شل اوریزه لوبه کې ایرلېنډ ته په لسو منډو ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روانې شل اوریزې لوبلړۍ په دوهمه لوبه کې ایرلېنډ ته د لسو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې چې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه، د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپ وهونکو کې محمدنبي چټکې ۵۹، صدیق اتل ۳۵ او راشدخان ۲۵ منډې وکړې.

ایرلېنډ‌ لوبډلې بیا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ۱۴۲ منډې وکړې او په دې سره یې د شل اوریزې لوبلړۍ دوهمه لوبه افغانستان ته وبایلله.

افغانستان د دې لړۍ لومړۍ لوبه د ۳۸ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته بایللې وه.

افغانستان او ایرلېنډ تر شل اوریزې لوبلړۍ وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ سیالي هم وکړه، چې د ټیسټ لوبه د ایرلېنډ خو د یو ورځنۍ لوبو لوبلړۍ بریا افغان لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس