معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / افغانستان له ایرلېنډ څخه د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ وګټله

افغانستان له ایرلېنډ څخه د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ وګټله

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۹   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ایرلېنډ ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه او د لوبلړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالي چې په شارجه لوبغالي کې وشوه، افغانستان په کې د بچې تر ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه وکړه، چې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابل لوري ته د ۱۵۶ منډو هدف ورکړ.

افغان توپوهونکو کې ابراهیم ځدراڼ ښه وځلېد، چې د ۳ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ یې ۵۱ توپونو باندې ۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ایرلېنډ ټوله لوبډله بیا د لوبې په ۱۷.۲ ام اور کې تر ۹۸ منډو جوړولو وروسته وسوځېده او افغان لوبډلې ۵۷ منډو په توپیر بریا په خپل نوم کړه.

افغان توپ اچوونکو کې عظمت الله عمرزي تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه، چې په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

دغه راز نوین الحق بیا په ۲.۲ اورونو کې ۱۰ منډې ورکړې او د ایرلنډ درې مخکښ لوبغاړي یې وسوځول.

تر دې وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې هم افغانستان دوه د یو پر وړاندې ایرلېنډ ته ماتې ورکړې وه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس