معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏ د انتالیا ډيپلوماټيک فورم غونډه؛ امیرخان متقي له چاوش اوغلو سره لیدلي

‏ د انتالیا ډيپلوماټيک فورم غونډه؛ امیرخان متقي له چاوش اوغلو سره لیدلي

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۲۲مه او د مارچ ۱۴مه نېټه ده) د ترکیې انتالیا فورم ډیپلوماټیکې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره لیدلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې په په دې لیدنه کې دواړو لورو د ترکیې او افغانستان تر منځ د شته اړیکو پر لا پراختیا خبرې وکړې.

د معلوماتو له مخې، متقي او اوغلو د کابل او د افغانستان د نورو نړیوالو هوايي ډګرونو پر موضوع خبرې کړي او د قرارداد پر هغو مادو یې بحث وکړ چې لا هم بحث ته اړتیا لري.

لورو ژمنه کړې، چې د قطر په ګډون دواړه هیوادونه به د تخنیکي بحث له لاري ژر تر ژره پر پاتې موضوعاتو یوه حل ته د رسیدو هڅه کوي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکیې په انتالیا ډیپلوماسۍ فورم غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
امیرخان متقي تېره ورځ (شنبه د کب ۲۱مه) دغې غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې، د امریکا په ګډون له هغو هېوادونو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې جګړه کړې، وغوښتل چې نور دې پر افغانستان له فشارونو لاس واخلي او د دې هېواد له حکومت سره دې د همکارۍ لاره ونیسي.
ده وویل: “خصوصاً امریکا، اروپا او هغو هېوادونو ته مو چې په افغانستان کې یې دا ۲۰ کاله جګړه کړې او له جګړې یې کومه نتیجه نه‌ده ترلاسه کړې، پیغام دا دی چې په افغانستان کې دې نور د فشار اپشنونه نه‌کاروي، بلکې د همکارۍ اپشنونه دې وکاروي چې یو له بل سره همکار شو او یو له بل سره کار کړو.”
ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت باید تقویه شي څو ورسره د ده په خبره د مهاجرتونو لړۍ هم ختمه شي او د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره به امنیتي وضعیت هم لا ښه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس