معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏‏کرزی: په ټول ځواک د افغان پانګې د راګرځولو مبارزه کوم

‏‏کرزی: په ټول ځواک د افغان پانګې د راګرځولو مبارزه کوم

ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) پخواني ولمسشر حامد کرزي پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو شتمني دوی ته وسپاري او پر امریکایي وګړو د وېشلو پرېکړه یې دې بېرته واخلي.
نوموړي چې نن یې په یوه خبري کنفرانس کې بهرنیو او کورنیو رسنیو ته خبرې کولې وویل، چې د بایډن پرېکړه له ټولو نړیوالو قوانینو او موازینو سره په ټکر کې چاره ده.
د ده په وینا امریکا د سپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو په پلمه د افغانستان د خلکو شتمني نیمایي کړې ده په داسې حال کې چې افغانان تر بل هر چا ډېر د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو د ورانکاره فعالیتوو قرباني دي.
نوموړي وویل چې دا شتمني باید ازاده کړل شي، ځکه دا د افغانستان د خلکو پانګه ده او په هېڅ حکومت پورې اړه نه لري. ښاغلي کرزي نوي حکومت او د افغانستان بانک ته ډاډ ورکړ چې د دې پیسو په راګرځولو کې یې هر اړخیز ملاتړ کوي.
ښاغلي کرزي همدا راز وویل چې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مرکزونه، سیمې او ملاتړي ټولې نړۍ ته معلوم دي او دا تر لمر روښانه ده چې اسامه بن لادن او فعالیتونه یې له پاکستان اداره کېدل او دی په یوه نظامي مرکز کې د امریکايي ځواکونو له لوري ووژل شو.
هغه ټینګار کړی چې افغانان د ترهګرۍ قرباني دي او امریکايي حکومت ته په کار ده چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
نوموړي پر امریکایي وګړو هم غږ وکړ چې د خپل حکومت د ظالمانه پرېکړې پر وړاندې ودرېږي.
ښاغلي کرزي دغه راز په خپلو خبرو کې تمه وښوده چې ژر تر ژره په هېواد کې د زده کړو او تعلیم لړۍ پيل شي او افغانان وکړی شي بهرنیو هېوادونو ته هم په تحصیلي بورسیو لاړ شي.
هغه د نوي حکومت پر چارواکو هم غږ وکړ څو لاس په کار شي او ملي اراده تمثیل کړي.
هغه وایي نوی حکومت دې د خلکو ارادې ته درناوی وکړي، له دوی سره دې په ګډه خپلې تګلارې روښانه کړي او په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس