معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏په تېرو ۱۶ کلونو کې افغانستان د نړۍ د هېوادونو تر منځ د ماشومانو د تلفاتو په تړاو تر ټولو مخکې دی

‏په تېرو ۱۶ کلونو کې افغانستان د نړۍ د هېوادونو تر منځ د ماشومانو د تلفاتو په تړاو تر ټولو مخکې دی

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۱۲مه) په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې له ۲۰۰۵ کال بیا تر دې دمه شاوخوا ۲۸۵۰۰ ماشومانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې چې په ټوله نړۍ کې د جګړو له امله د وژل شوو ماشومانو تر ټولو لوړه سلنه ښيي.
د یونیسف د معلوماتو پر بنسټ دغه ارقام په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۲۷ سلنه جوړوي. یونیسف ویلي چې پر افغانستان سربیره، یمن، سوریه او شمالي اتوپیا هم په دغه موده کې د ماشومانو مرګ ژوبله لرله.
سرچینه وایي افغانستان په پر له پسې کلونو کې د ماشومانو لپاره خونړی هېواد و او تمه لري چې له دې وروسته په دغه هېواد کې یاده شمېره صفر ته راښکته شي.
یونسف همدا راز په ټوله نړۍ کې په تېره په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ماشومانو د حقونو پر نقض اندېښنه ښيي او وایي سلګونه زره داسې پېښې ثبت شوې چې په کې د ماشومانو حقونه نقض شوي له همدې امله ټولو ته په کار ده چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره همکاري وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس