معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏قطر او اندونیزیا په افغانستان کې د بشري مرستو او زده کړو په برخه کې همکارۍ ته چمتوالی ښودلی

‏قطر او اندونیزیا په افغانستان کې د بشري مرستو او زده کړو په برخه کې همکارۍ ته چمتوالی ښودلی

ګهیځ نیوز: ‏نن دو شنبه (د وري ۸مه او د مارچ ۲۸مه نېټه ده) قطر او اندونيزيا هېوادونو ډاډ ورکړ چې چمتو دي د بشري مرستو او زده کړو په برخه کې د افغانستان خلکو سره مرستې وکړي.

تېره ورځ په دوحه کې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې آغلې رتنيو مرسودي او د قطر دولت د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې وزيرې آغلې لُلوة الخاطر سره وکتل.

درې واړو لوريو په افغانستان کې پر بشري، اقتصادي او ښوونیز وضعيت هر اړخيزې خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې ژمنه وکړه چې هېواد يې چمتو دی چې په افغانستان کې له تعلیمي ادارو سره مرسته وکړي او افغان زده‌کوونکو ته سکالرشپونه ورکړي.
همداراز د قطر د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې هم ژمنه کړې چې قطر به په نژدې راتلونکي د قطر خيريه بنسټ او د قطر سرې مياشتې دفترونه په کابل کې خلاص کړي.

د بلخي په وینا، افغان لوري له افغانانو سره د قطر او اندونیزیا د ژمنو هرکلی وکړ او له خپله اړخه يې د همکارۍ او زمينې برابرولو ډاډ ورکړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس