معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏سره میاشت د درملنې په موخه افغان ماشومان المان ته لېږي

‏سره میاشت د درملنې په موخه افغان ماشومان المان ته لېږي

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۱۹مه) د افغانې سرې میاشتې ټولنه وايي، د راتلونکۍ اونۍ له پنجشبې د درملنې په موخه، جرمني ته د هغو ماشومانو لېږدول پیلوي، چې هډوکي یې مات یا هم سخت سوځېدلي وي.
سرې میاشتې پرون په یوه ویډیويي بیان کې ویلي، هغه ماشومان چې دغه ستونزه ولري، د سلواغې تر ۳۰مې دې کابل ته ولېږدول شي چې د جرمني د سولې کلي په نوم ډاکټرانو د ټولنې په مرسته د نورې درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شي.
سرې میاشتې په خپل بیان کې ځینې شرطونه ایښي: “د ناروغ عمر له یوه تر ۱۱ کلونو ډېر نه وي. د ناروغ د پلار یا خپلوانو تذکره، د پاسپورټ اندازه لس قطعې رنګه عکسونه ولري. پته. د افغاني سرې میاشتې ټولنه، افشار، سیلو.”
په افغانستان کې ډېری وخت د ماتو هډوکو او سختې سوځېدنې د اساسي درملنې امکان کم وي.
سره میاشت وايي، په ۲۰۲۱م کال په پاکستان او هندوستان کې د ۵۷۷ هغو ماشومانو درملنه شوې چې د زړه سوری یې درلودل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس