معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏د پاکستان ادعا؛ د پېښور په شعیه ګانو جومات کې برید افغان تبع وګړي کړی

‏د پاکستان ادعا؛ د پېښور په شعیه ګانو جومات کې برید افغان تبع وګړي کړی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۱۵مه او د مارچ ۶مه نېټه ده) د پاکستان پولیسو ویلي، چې ځانمرګی بریدګر یوه افغان و، چې کورنۍ یې ۱۰ کاله مخکې پاکستان ته کډه شوې وه.
نیویارک ټایمز د پاکستاني پولیسو له قوله راپور ورکړی چې په پېښور کې د شعیه ګانو په جومات بریدګر جلیب الکابلي نومېده او په افغانستان کې روزل شوی.
د خراسان داعش یا اسلامي دولت ډلې د دغه برید مسوولیت منلی او هغوی هم ویلي چې بریدګر یو افغان تبع کس و.
د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، چې دا مستعار نوم دی او بریدګر او کورنۍ یې معلوم کړي دي.
دغو چارواکو ویلي، چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو به دا شبکه افشا کړي او د هغه څه له امله چې د عملیاتو حساسیت بلل شوی، نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
هغو چارواکو چې نه غواړي نومونه یې په ډاګه شي، ویلي بریدګر افغان و او لس کاله مخکې پاکستان ته تللی و.
د دغو چارواکو په وینا، د بریدګر کورنۍ پولیسو ته د خپل زوی د بې درکه کېدو او له داعش سره د یوځای کېدو خبره کړې وه.
پلټونکو ویلي، چې بریدګر په افغانستان کې روزل شوی و او داسې ښکاري چې تازه پاکستان ته ورغلی و.
عبدالکریم خرم چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس پاتې شوی، د پاکستان ادعا ته په غبرګون کې ویلي: ‏”د کندز په جومات برید د«الایغوری» په نوم چا ته منسوب شو، په کندهار کې«البلوچي»او په پیښور کې«الکابلي» ته. دا نومونه تصادفي نه انتخابیږي، دا د یو داسې پلان ښکارندویي کوي چې زموږ دې پراخې سیمې ته جوړ شوی، له موجودو سرحدونو اوړي او گڼ هیوادونه په نښه کوي”.
د راپورونو له مخې په دغه برید کې د افغانانو په ګډون ۶۳ تنه مړه او کابو ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس