معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوي د مرغومي په دوهمه نېټه په جلال آباد کې د ننګرهار له والي ښاغلي ضیاء الحق امر خېل سره په لیدنه کې خپل پروګرامونه او فعالیتونه له نوموړي سره شریک کړل.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوي د مرغومي په دوهمه نېټه په جلال آباد کې د ننګرهار له والي ښاغلي ضیاء الحق امر خېل سره په لیدنه کې خپل پروګرامونه او فعالیتونه له نوموړي سره شریک کړل.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوي د مرغومي په دوهمه نېټه په جلال آباد کې د ننګرهار له والي ښاغلي ضیاء الحق امر خېل سره په لیدنه کې خپل پروګرامونه او فعالیتونه له نوموړي سره شریک کړل.
په دغې لیدنه کې چې د ننګرهار ولایت په مقر کې ترسره شوه، د ګهیځ ټولنې رئیس سردار محمد دیندارخېل، اجرایي مسؤول صاحب الله عزیز او د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزي ګډون درلود چې په ترڅ کې یې په ختیځ زون کې د ګهیځ فعالیتونه او کارونه د ننګرهار له والي سره شریک شول او په ټوله کې ګهیځ ټولنه نوموړي ته ور وپېژندل شوه.
په دغې لیدنه کې د ننګرهار والي د ګهیځ ټولنې کارونه وستایل او په ټوله کې یې د رسنیز کار پر اهمیت او ضرورت ټینګار وکړ.
همدا رنګه په دې لیدنه کې ښاغلي ضیاء الحق امر خېل د ګهیځ ټولنې کړنو او فعالیتونو ته په کتو، په ننګرهار ولایت کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دی او کاري ټېم به یې تل د ګهیځ ټولنې همکار پاتې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس