معماری
خانه / ګهیځ / “ګهیځ” د رسنیزې مبارزې په ډګر کې د پیل نوی پیغام!

“ګهیځ” د رسنیزې مبارزې په ډګر کې د پیل نوی پیغام!

 

 

دا دی د لوی الله په فضل او کرم د ګهیځ مهالنۍ مجلې لومړۍ ګڼه چې د هېواد د تکړه لیکوالو او ژورنالیستانو په لیکنو او شننو مزینه ده، د کار کوونکو تر یوه اوږده مزل وروسته د درنو لوستوالو په لاسونو کې ده.

د ارتباطاتو د علومو ماهرین په دې باور دي چې رسنۍ له هغو ځانګړنو سره چې لري یې په ټولنه کې د ملي باورونو او ارزښتونو په بدلون کې مهم او عمده رول لرلای شي، رسنۍ کولای شي چې په خپلو دقیقو او منظمو پلانونو سره د یوې ټولنې د افکارو په بدلون کې مهمه ونډه ولري او د هغوی کړنې او عملونه اغېزمن او د خپلې خوښې لور ته یې روان کړي. آن ځینو کار پوهانو خو رسنیو ته د ټولنې د دروازو د ساتوونکي نوم هم ورکړی او د محافظ په سترګه ورته ګوري.

له نېکمرغه په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې چې په افغانستان کې نورو اړخونو لږ او ډېر پرمختګ کړی، تر څنګ یې رسنیو هم وده کړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په بڼه او محتوا کې د پام وړ بدلون راغلی، رسنۍ زیاتې شوې او ورسره اطلاعاتو ته د خلکو او ولس لاسرسی هم په مثبت لور خوځېدلی دی.

خو د دې سره سره، د افغاني ټولنې په ګرم رسنیز بازار کې چې هر چا او له هر لورې د رسنیزو فعالیتونو هوډ کړی او بل خواته د ټکنالوژۍ ارزانتیا او اطلاعاتو ته د لاسرسي آسانتیا، د چاپي رسنیو مینه وال کم کړي دي، د یوې نوې چاپي رسنۍ ایجادول او د هغې خپراوي ته زړه ښه کول آسانه خبره نه ښکاري.

خو د دې سره سره بیا هم ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې چې د ژمنو او با رسالته ژورنالیستانو او لیکوالو یوه ټولګه ده، د دې هوډ وکړ تر څو خپل ولس او لوستوالو ته د روان رسنیز بهیر په ترڅ کې د نویو تحلیلونو او شننو د وړاندې کولو او همدارنګه د ژمن ژورنالیزم لوري ته د خلکو د رابللو لپاره دا مهالنۍ مجله خپروي، چې دا دی نن یې په عملي بڼه ستاسې درنو لوستوالو او قدرمنو هېواد والو مخې ته ږدو.

د هر بل نوي اقدام په څېر او د هرې نوې را ټوکېدلې رسنۍ په بڼه به په طبیعي ډول ګهیځ مهالنۍ هم له ستونزو او نیمګړتیاوو تشه نه وي، خو زمونږ هیله له خپلو قدرمنو هېواد والو، درنو لوستوالو او د هېواد د رسنیو له سترې کورنۍ، له ګرانو همکارانو او هم مسلکانو څخه دا ده چې د مهالنۍ اداره له دغو نیمګړتیاوو او ستونزو څخه باخبره او د هغې په لیرې کولو کې ورسره مرسته وکړي او د مهالنۍ اداره او په ټوله کې د ګهيځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره ژمنه کوي چې هر مثبت انتقاد او هر معقول وړاندیز ته به په ورین تندي ښه راغلاست وایي او له منځ پانګې څخه به یې په خپل مخ په وړاندې مزل کې ګټه اخلي.

په درنښت

اداره

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس