معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ډېر ژر به د اوسپنې پټلۍ نیمګړې پروژې بشپړې شي

ډېر ژر به د اوسپنې پټلۍ نیمګړې پروژې بشپړې شي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمري/اسد ۱۷مه او د اګسټ میاشتې ۸مه نېټه ده) د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې په هېواد کې به خپلې نیمګړې پروژې ژر تره ژره پشپړې او دغه راز زرګونه هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.
د دې ادارې ویاند عبدالسمیع دُرانی وايي، چې د اوسپنې پټلۍ د نیمګړو پروژو د بشپړېدو لپاره جدي هڅې پیل شوي او په لنډ وخت کې به یې کارونه پیل شي.
د نوموړي په خبره، چې دغه راز د دغې ادارې کارونه ټول د افغانانو له لوري ترسره کیږي او هڅه کوي، چې په دې برخه کې ګڼ شمېر افغانان ځوانانو ته د یوشمېر هېوادونو پر مټ مسلکي زده کړې ورکړي.
دُرانی زیاتوي، چې په تېرو کلونو کې به د ډېری پروژو عواید د بهرنیو کمپنو له لوري راټولیدل، خو اوس دغه چارې ټولې دوی په خپله ترسره کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس