معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ډبلیو.اف.پی: د توکو د بیو لوړوالی به ګڼې کورنۍ په لوږه و ګواښي

ډبلیو.اف.پی: د توکو د بیو لوړوالی به ګڼې کورنۍ په لوږه و ګواښي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمري/اسد ۲۶مه او د اګسټ میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو.اف.پي وایي، په دغه هېواد کې د خوراکي موادو د بیو بې مخینې لوړوالی به ډېرې نورې کورنۍ له لوږې سره مخامخ کړي.

ډبلیو.اف.پي په پر خپل ټویټر لیکلي، چې په افغانستان کې په اوس وخت کې نږدې ۱۹ ميلیونه وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي او ۶ ميلیونه یې هم قحطۍ ته ورنږدې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، له دغو اړمنو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره د روان کال تر پایه ۹۶۰ ميلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس