معماری
خانه / ادب و هنر / په پښتو لیکنو کې ځنې املايي تېروتنې

په پښتو لیکنو کې ځنې املايي تېروتنې

په پښتو لیکنو کې ځنې املايي تېروتنې

د وصل او فصل تورو روغه کارونه

محمد شعیب قریشي

د ملي اصلاح مجلې مسؤول

پښتو ژبه په لیکنه او وینه کې تر نورو سیمه‌ییزو ژبو لږه ګرانه او په ګرامري اړخ کې تر نورو هغو د قوت څښتنه ژبه ده، همدا علت دی چې پښتو ژبه یې لږه ګرانه کړې ده، بلخوا د پښتو ژبې د ځنو تورو مخرجونه تر ډېره سخت دي چې په خپله پښتانه ماشومان او نوي ځوانان یې هم په روغه توګه نه شي ادا کولی چې کله له یو لوري دا کار پښتو ژبه د نورو له پاره ګرانه کړې ده، خو بلخوا د همدې ګرانۍ ښېګڼه داده چې پښتانه په ټولیز ډول نورې ژبې په ډېرې آسانۍ سره او روانې زده کوي، ځکه چې تر ډېره د نورو ژبو ګران مخرجي توري په پښتو کې شتون لري او پښتانه ورسره بلد دي.

له دې ټولو سره سره پښتو ژبه په لیکنه کې هم تر فارسي او نورو ژبو ډېر دقت ته اړتیا لري او ډېری پښتانه روغه پښتو نه شي لیکلای، تر دې چې ځنې پښتانه لیکوال هم د پښتو ژبې په لیکنه کې ستونزه لري او په ځانګړې توګه د وصل (تړون) او فصل (بېلونې) توري په روغه توګه نه کاروي چې دا چاره د لیکنې ښکلا ته زیان رسوي، که څه هم لوستونکي ترېنه مفهوم واخلي.

د (د) او (له) او (ستا) او (زما) ناسمه کارونه:

اکثره پښتانه لیکوال د (د) او (له) په سمه کارونه کې ستونزه لري او یو د بل پر ځای یې په لیکنو کې کاروي، چې په اصل کې دا دوه توري خپل د کارونې ځایونه لري چې د مفهوم په لحاظ خپله معنا ورکوي او دا دوه توري د عربي دوه تورو (عن او مِن) ته ورته دي چې هلته هم خپل د استعمال ځایونه لري.

په پښتو کې (له) ډېری د انتقال لپاره کارول کېږي او روغه کارونه یې هم همدا ده، لکه: له کابل څخه ننګرهار ته لاړم. له احمد څخه مې کتاب واخیست. له تا څخه مننه، او داسې نور. چې ډېری کسان د (له) پرځای په پورته جملو کې (د) کاروي چې دا ناسمه کارونه ده، لکه: د کابل څخه ننګرهار ته لاړم، چې دا ناسمه کارونه ده.

د (د) توری اکثره د ملکیت، تړون او اضافې (مضاف او مضاف الیه) لپاره کارول روغه کارونه ده، لکه: د هغه کتاب، د جمهور رئیس فرمان، د کتاب مخ، د افغانستان بیرغ او داسې نور.

همدا راز ډېری لیکوال د (ستا) او (زما) پرځای هم د (د) څخه ګټه پورته کوي، چې دا کار د هېواد د جنوبي سیمو پښتانه تر ډېره کوي، لکه چې وايي: د تا کتاب، چې روغ یې ستا کتاب دی او یا د ما کتاب، چې روغ یې زما کتاب دی. او یا هم د تا کور ته درغلی وم، چې سمه کارونه یې ستا کورته درغلی وم.

د (په) او (پر) ناسمه کارونه:

اکثره لوستونکي او لیکونکي په پښتو لیکدود کې (په) او (پر) سم او پرځای نه کاروي، یا هر ځای (په) لیکي او یا هم بې‌ځایه (پر) استعمالوي.

په پښتو کې د (پر) توری په هغه ځای او جمله کې کارول روغه کارونه ده چې هلته د بروالي او اوچتوالي مفهوم نغښتی وي، يا په حقیقي ډول، لکه: پر میز کتاب پروت دی. او یا هم ستا پرځای کېناستم. او پر چت ویده شوم. او یا هم په معنوي ډول، لکه: پر ما دې احسان وکړ. چې په دې جملو کې د بروالي مفهوم له ورایه تر سترګو کېږي او په پورتنیو جملو کې د (پر) پرځای د (په) کارونه ناسمه ده.

د (په) توری ډېری په هغو ځایونو کې کارول کېږي چې هلته د منځ او دننه مفهوم پروت وي، لکه: د په کوټه یا خونه کې ویده شوم، په باغ کې ونې دي، په جیب کې مې پیسې دي، په کتاب کې مې ولوستل (یعنې دکتاب د پاڼو په دننه کې مې ولوستل).

همدا راز د (په) توری په پښتو لیکنو کې د کارونې او استعمال ډېر ځایونه لري او د (پر) لفظ په لږو ځایونو کې کارول کېږي، چې هغه یوازې د بروالي مفهوم پکې نغښتی وي.

د (شتون) ناسمه کارونه:

اکثره پښتانه ځوان لیکوال له څو کلونو راهیسې د شتون کلمه ډېره کاروي، چې زما په انده د استعمال ځای یې غلط دی، لکه چې ځنې لیکي: زمونږ په هېواد کې جګړه شتون لري، چې ساده او روانه یې داسې ده: زمونږ په هېواد کې جګړه شته.

شتون اصلا د (بودن) په معنا دی، چې مصدر دی او ما تر اوسه هم په هېڅ پښتو لیکنه کې د شتون سمه کارونه نه ده لېدلې، او اکثره لیکوال یې د تکلف له مخې لیکي او د پر دې ورته ځان بد برېښي چې ساده لیکنه وکړي.

د بېلګې په ډول: یو کس ما ته په مسج کې لیکلي ؤ چې زه په کور کې شتون لرم. یعنې شتون کوم بل شی دی چې دی یې په کور کې لري، لکه څوک چې ووايي: زه په کور کې کټ لرم، او ساده او روانه جمله داسې ده چې زه په کور کې یم. حتې دا هم ناسمه ده چې څوک ووايي: زه په کور کې شته یم.

د (دوه) او (دوې) توپیر:

په پښتو لیکنو او خبرو کې اکثره کسان د (دوه) او (دوې) توپیر نه شي کولای او یا یې هم نه کوي، په داسې حال کې چې په پښتو عددونو کې یوازې (یو) او (دوه) هغه عددونه دي چې نارینه او ښځینه جملو کې ځان ته کارونه لري.

دوه د نارینه لپاره او دوې د ښځینه لپاره، لکه: دوه سړي او دوې ښځې، یا دوه کتابونه او دوې کتابچې. همدا راز یوه ښځه او یو سړی، چې (یو) او (یوه) کې هېڅ پښتون هم تیروتنه نه کوي، خو په (دوه) او (دوې) کې بیا ۹۰ سلنه پښتانه غلطي کوي او په هر ځای کې (دوه) کاروي. له (۲) پورته نور عدودنه په نارینه او ښځینه جملو کې یو شان دي.

په عربي ژبه کې هم تر ډېره د اعدادو کارونه پښتو ژبې ته ورته ده، چې هلته هم یو او دوه عددونه ځانته کارونه لري او له دوو پورته تر نهو بیا ځان بیا بل شان ده.

په دې لنډه لیکنه کې ما ځنو هغو تورو او کلمو ته اشاره وکړه چې په پښتو لیکنو او محاورو کې یې کارونه ډېره ده او اکثره غلط کارول کېږي، په راتلونکي کې به (ان شاءالله) په دې اړه نورې لیکنې هم ولرو.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس