معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په ملګرو ملتونو کې افغان څوکۍ غلام اسحاقزي ته ورکړل شوه؛ اسلامي امارت پرې نیوکه کړې

په ملګرو ملتونو کې افغان څوکۍ غلام اسحاقزي ته ورکړل شوه؛ اسلامي امارت پرې نیوکه کړې

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ داسې کس ته، چې د افغان ولس استازی نه دی، سپارل بې انصافي ده.
وثیق پر خپل ټویټر لیکلي: “دا څوکۍ د افغانستان د حکومت او اولس حق دی، حق باید حقدار ته وسپارل شي. ملګري ملتونه باید له معقولیت نه کار واخلي او په دې اړه باید له سره جدي غور وکړي”.
ملګرو ملتونو د دغه سازمان د ځانګړې کمېټې هغه پرېکړه تصویب کړې، چې له مخې یې د افغانستان څوکۍ د پخواني افغان حکومت دایمي استازي غلام اسحاقزي ته ورکړل شوې ده.
د طالبانو پخواني غړي مولوي عبدالسلام ضعیف هم د ملګرو ملتونو پر یادې پرېکړې نیوکه کړې، هغه ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ غلام اسحاقزي ته ورکول د ټول افغان ولس د حق ضایع ده.
ضعیف زیاته کړې: ”په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مشروع حق داسي چاته ورکول چې افغانانو ته هیڅ ګټه نسي رسولای، ملګري ملتونه په دې کار سره خپل ناپیلتوب نور هم تر سوال لاندې راولي”.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته سهیل شاهین معرفي کړل شو، خو د دغه سازمان په تازه پرېکړه کې پر یاده څوکۍ غلام اسحاقزی پاتې شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس