معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې د‌ کجکي بند چارې ۹۲ سلنه بشپړې شوي

هلمند کې د‌ کجکي بند چارې ۹۲ سلنه بشپړې شوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) ارګ راپور ورکوي چې، په هلمند ولایت کې د‌ کجکي د اوبو بند چارې ۹۲ سلنه بشپړې شوي او د راتلونکي ۲۰۲۲ کال په لومړيو کې لومړی توربين په کار پیل وکړي.
د ترکيې هېواد د سوداګرۍ شورا پلاوي پرون یکشنبه (د لیندۍ ۲۸مه) ناوخته کابل کې د ا.ا له رییس‌الوزراء لومړي مرستيال سره په ليدنه کې ويلي، د ‌کجکي بند لومړی توربين د ۳۳ مېګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ترکي پلاوي دغه راز د کجکي بند شااوخوا پرتو يو شمېر فابريکو ته د فعاليت د زمينې برابرونې خبره کړې.
په خبرپانه کې ويل شوي چې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل مياشتې پورې به د‌ کجکي بند درې واړه توربينونه کار پیل کړي چې هم‌ مهاله به د ۱۰۰ مېګا واټه برېښنا توليد ولري.
په خبرپاڼه کې د ا.ا چارواکو له لوري ترکي پلاوي ته د پوره همکارۍ او امنيت ډاډ ورکړل شوی دی.
د کجکي د اوبو بند او يو شمېر نورو پروژو د بيارغونې تړون په ۲۰۱۹ کال کې د ترکيې اپريګل او شااوخوا ۷۷ ودانيزو شرکتونو ته ورکړل شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس