معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / متحده عربي امارتو له افغانستان سره د لا ډېرو مرستو ژمنه کړې

متحده عربي امارتو له افغانستان سره د لا ډېرو مرستو ژمنه کړې

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) متحده عربي اماراتو له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د مرستو لپاره سینه ډبولې ده.
د بهرنیو چارو وزارت وايي د متحده عربي اماراتو د فدرالي هویت، تابعیت، امنیت، ګمرکونو او بندرونو وزیر محمد حماد الشامسي د دغه وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ د هېواد پر روان وضعیت خبرې شوې دي. الشامسي ویلي چې دوی له افغانستان سره په بېلو برخو په تېره د ښوونې او روزنې، روغتیا، اقتصاد او زراعتي برخو کې مرستې کوي.
متقي په دې لیدنه کې د عربي اماراتو له مرستو مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې، متحده عربي امارات به د افغانستان لپاره د نړۍ سره د دروازې رول ولوبوي او له همدې لارې به یې د صادراتو کچه لوړه شي.
نوموړي همدا راز ویلي چې دوی د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتونکي دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس