معماری
خانه / ګهیځ نیوز / له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندښت؛ یوناما یې بیا د پرانستو غوښتنه کړې

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندښت؛ یوناما یې بیا د پرانستو غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن دو شنبه (د وري ۸مه او د مارچ ۲۸مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د مشر مرستیاله میټي نودسن وایي، افغان حکومت ته په‌ کار ده چې د نجونو پر مخ د منځني او ثانوي زده کړو ښوونځي سملاسي پرانیزي.
یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې مېرمن نودسن د پکتیا په مرکز ګردېز کې د اسلامي امارت له والي مولوي محمد علي جان، د افغان ښځو، سوداګرو، د رسنیو، پوهنتونونو او د مدني ټولنې له استازو سره کتلي او ټینګار یې کړی چې د افغان چارواکي باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د نجونو لېسې سمدستي بېرته پرانیزي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ښوونځیو ته د نجونو د مخنیوي پر پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې او له یوناما یې غوښتي چې د ا.ا له چارواکو، سیاسي څېرو او ټولو اړخونو سره دې د ښوونځیو د بیا پرانیستو په اړه خبرې وکړي.
د وري یا حمل په درېیمه چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیا هم د ا.ا چارواکو اجازه ورنه‌ کړه چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.
دوی ټینګار درلود چې له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره یې طرحه نهايي شوې نه ده. دوی په دې اړه، چې طرحه به یې کله نهايي کېږي او د نجونو پر مخ به ښوونځي کله پرانېزي، څه نه دي ویلي.
خو تازه ګنګوسې دي چې په را روانه اونۍ کې به د نجونو پر مخ تر ۱۲ ټولګي پورې د ښوونځیو دروازې پرانستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس