معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له افغانستان سره مرستې؛ برېټانیا ۱۰۰ میلیونه نوره مرسته کوي

له افغانستان سره مرستې؛ برېټانیا ۱۰۰ میلیونه نوره مرسته کوي

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) برېټانیا له افغانستان سره پر خپلو پخوانیو بشري مرستو سل میلیونه ډالر نور ورزیات کړي دي.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس د G7 هېوادونو په غونډه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د انساني چوپړ په موخه پر خپلو اعلان کړو مرستو ۱۰۰ میلیونه ډالر ورزیاتوي.
د مېرمن لیز ټراس په خبره له دغه پیسو به د بشري مرستو، د ښځو حقونو د خوندي کولو او نورو اړوندو چارو لپاره کار اخیستل کېږي.
سرچینه کاږي چې دوی غواړي په افغانستان کې د شاوخوا ۱.۸ میلیونه وګړو لپاره خوراک، څښاک، سرپنا او لومړنۍ مرستې برابرې کړي.
برېټانیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره بشردوستانه مرستې اعلان کړې دي او اوس یې ټینګار کړی چې نور هېوادونه دې هم د بشري ناورین د مخنیوي په موخه له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس