معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / صالح: پاکستان د طالبانو لپاره په پټه افغانۍ چاپ کوي

صالح: پاکستان د طالبانو لپاره په پټه افغانۍ چاپ کوي

د پرځېدلي حکومت د ولسمشرۍ لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې ده ته رسېدلي نا تاييد شوي راپورونه ښیي، چې پاکستان په پټ او غیر قانوني ډول افغانۍ چاپوي او بیا یې طالبانو ته په واک کې ورکوي.

صالح دا خبره پر خپله رسمي ټوټیر پاڼه لیکلې.

نوموړی وايي، په بازارونو کې د افغانیو د ارزښت د ټیټېدو یو ستر لامل د پاکستان لخوا د افغانیو چاپ او طالبانو ته د هغې سپارل دي.

ښاغلی صالح زیاتوي، چې که دغه کار وشي، په کمه موده کې به افغانۍ په بې ارزښته کاغذ واوړي.

هغه دا هم وايي، لرې نه ده چې دا جنایت تر سره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس