معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / شاوخوا ۱۴ ﺯره امريکايان لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي

شاوخوا ۱۴ ﺯره امريکايان لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي

فارن پاليسي مجلې راپور ورکړی چې د امريکا د بهرنيو چارو وﺯارت ځینې چارواکي وايي، چې څه کم ۱۴ ﺯره امريکايان لا تر اوسه په افغانستان کې بند پاتې دي.

د امريکا د کنګرې يوه مرستيال دغې مجلې سره په خبرو کې ويلي، چې د امریکا حکومت د امریکايي اتباعو د وتلو لړۍ ځنډولې او په دې پروسه کې پاتې راغلي دي.

د کابل په هوايي ډګر کې د تخيې پر مهال د رامنځ ته شوې ګډوډۍ له امله امريکا په دې بريالۍ نه شوه چې خپل امريکايان او د هغوى افغان همکاران په بشپړ ډول له افغانستانه وباسي. د امریکا د ولسمشر جوبایډن دا کار د امریکايي جمهوري غوښتونکو سناتورانو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس