معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / رييس الوزراء: د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه مو پوره کړي دي

رييس الوزراء: د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه مو پوره کړي دي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۹مه) رییس الوزراء مولوي محمد حسن اخوند وايي، اسلامي امارت ټول هغه شرطونه بشپړ کړي، چې د یو نظام د مشروعیت له پاره بس او اړین دي.
نوموړي دا خبرې «د افغانستان اقتصاد» به نوم جوړ شوي کنفرانس ته کړي.
هغه ویلي، هیوادونه باید جرئت وکړي چې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني او له افغانانو سره مرستې وکړي.
مولوي حسن امریکا ته په خطاب کې ویلي، هغوی چې ا.ا د بشري حقونو په نقض تورنوي، د بندیزونو په لګولو سره یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
هغه دغه راز ویلي، که د بشري ټولنې غم ورسره وي، پکار ده چې راشي او د خبرو له لارې له کړکېچه پر وتلو غور وکړي.
ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز دغه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې نوموړې به په ملګرو ملتونو کې د نړیوالو ملاتړ کوونکو سره پر مرستو او بندیزونو په ختمولو خبرې وکړي.
هغې ویلي، پکار ده د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره اوږدمهالې د حل لاره ولټوو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس