معماری
خانه / ژورنالیزم / د یوه مستند او خبري تصویر لپاره څه ډول سرلیک وټاکو؟

د یوه مستند او خبري تصویر لپاره څه ډول سرلیک وټاکو؟

د یوه مستند او خبري تصویر لپاره څه ډول سرلیک وټاکو؟

د محمد صادق ودان ژباړه
د تصویر سرلیک یا هم په انګلیسي اصطلاح (Photo Caption) یا (Cutline) هغه یو څو کرښې دي چې د مستند یا خبري تصویر د بیانولو لپاره کارول کېږي. د سم سرلیک لیکل د ډېرو عکاسانو لپاره ستونزمن کار دی؛ نو له همدې کبله ویلی شو چې: په لوړه کچه، د ډېر ښه سرلیک ټاکل یو هنر دی، چې نه یوازې تصویر ته ارزښت وربخښي، بلکې دا کار د ګوتو په شمار فوټوگرافر ترسره کولای شي. لاندېنی مطلب د تصویر سرلیک لیکلو اهمیت، د لیکلو څرنګوالی او د ښه سرلیک لیکلو لارښوونې تشریح کوي.
په ځینو سرچینو کې، سرلیک (Caption) او (Cutline) دوه مختلفې اصطلاحګانې بلل شوې دي: سرلیک (Caption) ته د تصویر عنوان یا لنډ سرلیک او (Cutline) ته د تصویر بشپړه توضیح وایي.
د بیلګې په توګه: که چېري تاسو د یوه عکاس په توګه د ولسمشر او د هغه د مېلمنو تصویر اخیستل وغواړئ، نو په دې صورت کې له بهرنیو مېلمنو سره د ولسمشر د غونډې تصویر لاندې، لومړی د تصویر سرلیک (ولسمشر او مېلمانه) ولیکئ او بیا بشپړ توضیحات ورکړئ. مګر په ډېرو سرچینو کې، سرلیک د تصویر بشپړه توضیحي معنا لري.
د سرلیک (Caption) اهمیت:
یو ښه سرلیک کولی شي لیدونکي ته د هغه څه په اړه پراخه معلومات ورکړي، چې هغه په تصویر کې ګوري. دا لیدونکي دې ته هڅوي چې پلټنه وکړي او د تصویر د موضوع په اړه نور هم پوه شي.
په عمومي توګه لیدونکي لومړی تصویر ګوري؛ او بیا سرلیک لولي. که ښه سرلیک لیکل شوی وي، نو لیدونکی به بېرته تصویر ته راستون شي، ځکه لیدونکی هغه شیان زده کوي چې مخکې پرې نه پوهېدل. که سرلیک او تصویر بشپړ او په ښه توګه جوړ کړای شي، لیدونکي تصویر ته د خبر د سرلیک په توګه او سرلیک ته د بشپړې کیسې په توګه ګوري. په حقیقت کې، یو ښه سرلیک، لیدونکي ته اجازه ورکوي چې، لومړی تصویر وګوري، بیا سرلیک ولولي، تصویر یې بیا وګوري او سرلیک یې بیا ولولي.
سرلیک په حقیقت کې د انځور د کیسې بشپړونکی یا تکمیل کوونکی دی. سرلیک د غوره او ممکنې لارې څخه د کیسې بشپړولو لپاره فرصت رامنځته کوي. په لنډه توګه د کپشن د ارزښت په اړه ویلی شو چې: سرلیک د لیدونکو سره دومره مرسته کولای شي چې تصویر یې په یوازې توګه وړتیا نه لري.
د سرلیک (caption) لیکلو موخه:
د سرلیک له لیکلو څخه په لومړي سر کې لیدونکي ته د تصویر تشریح کول او توضیح کول دي. په لوړه کچه، د داسې وضاحت لیکل چې دقیق او په زړه پورې وي او دا ځکه چې د لیدونکي سره د سرلیک تړل اصلي ننګونه ده. په دوهم ګام کې له سرلیک لیکلو موخه د داسي سرلیک لیکل دي چې لیدونکي ته د معلوماتو پر ورکولو سربیره، د هغه د راجلبولو لپاره په زړه پورې او ژوندی وي.
د W5 او H1 قواعدو سره سرلیک لیکل:
د سرلیک د لیکلو لپاره لاندینیو پوښتنو ته ځواب ویل خورا اړین دي:
څوک (WHO): څوک یا په تصویر کې څوک دي؟ په تصویر کې د خلکو عمر، نوم او دنده باید ولیکل شي.
که اشخاص په یو ځانګړي سازمان پورې اړه ولري، د سازمان نوم او د هغوی دندې په سرلیک کې په ګوته کړئ.
د خلکو د نومونو املا باید په دقت لیکل شوې وي؛ او له هغوی څخه باید د اړتیا په صورت کې وپوښتل شي.
په تصویرونو کې باید تر ۵ تنو پورې د را نږدې کسانو نومونه ولیکئ.
د ډله ییز تصویرونو لپاره، تاسو د خلکو په اړه باید توضیح ورکړئ. د بیلګې په توګه: د فوټبال مینه وال.
څه (What): په تصویر کې څه پیښ شوي یا څه پېښېږي؟
مسأله په بشپړ ډول توضیح کړئ. دا انګیرنه هېره کړئ چې په خپله لیدونکي اټکل کولی شي. څه پېښ شوي دي یا هم پېښېږي.
کله (When): دا پېښه کله پېښه شوې؟ ورځ او نېټه وکاروئ. کال ذکر کړئ. د ورځې وخت معمولاً لازمي نه دي، مګر په هغه صورت کې چې د انځور کیسې لپاره مهم وي.
چېرې (Where): د تصویر پېښه چېرې رامنځ ته شوې؟ د ځای، ښار او ولایت نوم ولیکئ.
ولې (Why): د پېښې د علت د څرګندولو لپاره د اضافي معلوماتو راوړل. د مثال په توګه: یوازې دا مه وایاست چې یوه ډله خلک لاریون کوي، غوره ده چې ووایاست چې دوی ولې لاریون کوي.
څنګه (How): دا برخه کیدای شي د مقدار ښکارندویي وکړي، څومره = How Much (څومره قیمت، څومره زیان) یا څه شمېر (How many)، (د تلفاتو شمېر، د ګډونوالو شمېر) او داسې نور.
د ښه کپشن یا سرلیک لیکلو لپاره مهم ټکي:
• تل د سرلیک لیکلو پرمهال تصویر وګورئ. له خپلې حافظي څخه مو کار واخلئ. دا سادګي به په هر صورت د ډېرو ستونزو مخه ونیسي.
• هرڅومره چې تاسو معلومات ورکړئ، هغومره به ښه وي.
• په تصویر کې هغه توضیحات په ګوته کړئ، چې یو عادي لیدونکی ورته پاملرنه نه کوي.
• د سرلیک یا کپشن متن باید له املایي او انشایي تېروتنې پاک وي.
• تشریحات باید له تصویر سره سمون ولري. که تاسو د پنځو کسانو په اړه وغږيږئ، مګر په تصویر کې شپږ تنه وي، دا سرلیک سم نه دی.
• که امکان ولري، حتی په سرلیک کې د سړي خبرې ولیکئ.
• که مو د تصویر اخیستلو په برخه کې، یو غیر معمولي یا ځانګړی تخنیک کارولی وي؛ نو تاسو کولی شئ دا په سرلیک کې ذکر کړئ.
• په تصویر کې څرګند ټکي مه ذکر کوئ. د مثال په ډول: که چېرې تاسو د یو ناست سړي انځور اخیستی وي، نو لیدونکي په خپله دې موضوع ته ګوري چې دا شخص د قدم وهلو په حال کې دی که په څوکۍ ناست دی. د دې پرځای، هغه څه ووایاست چې لیدونکی پرې نه پوهېږي یا ورته پاملرنه نه کوي.
• بشپړې جملې وکاروئ. لکه دا ډول جمله چې ستاسو د مستند ارزښت نور هم زیاتوي: (د بهرنیو چارو وزیر د تهران په هوایی ډګر کې له سویس څخه راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه).
• د هغو انځورونو په اړه چې په یوه ټولګه کې دي، د هر سرلیک سره د ریسټ (بیا تنظیمول) بټن مه وهئ: که تاسو په لومړي تصویر کې د شخص بشپړ نوم یادوئ، نو بیا اړتیا نلرئ په نورو تصویرونو کې هم بشپړ نوم تکرار کړئ. په داسې قضیو کې، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو له معلوماتي کڅوړې سره مخامخ یاست او دا چې سرلیکونه د دې کڅوړې سره سم چمتو شوي دي.
• یوازې حقایق په ګوته کړئ: د تصویر د سوژې په اړه خپلو احساساتو له بیانولو څخه ډډه وکړئ. د موضوع یا پېښې په اړه قضاوت مه کوئ. هغه څه ولیکئ چې تاسو پرې پوهېږئ. کیسې مه وایاست. که چېرې په یوه تصویر کې د فوټبال لوبغاړي خوله خلاصه وي، په سرلیک کې مه لیکئ چې د فوټبال لوبغاړی په بال لعنت وایي. دا هم په یاد ولرئ چې کیمره په سمدستي توګه شېبې نیسي او په دې شېبو کې د خلکو مزاج ضروري نه دی چې، ټول رښتینی وي. په دې ځانګړې شېبه کې، یو څوک ممکن خپه ښکاري، مګر په حقیقت کې داسي نه وي او وروسته یې مخ نورمال شي. په داسې قضیو کې، هم باید تاسو برلاسي واوسئ چې، داسې شېبي له واقعیت څخه لري دي؛ نو په سرلیک کې ولیکئ چې دا واقعي نه دي او یا هم تاسو یې په اړه معلومات نلرئ.
• په سرلیک کې له طنز څخه ډډه وکړئ.
• غوره دا ده چې د a/an/the، په څېر الفاظو سره سرلیک پیل نه کړئ.
• په تصویر کې د ترسره شوي عمل تشریح کولو لپاره له موجوده زمانې څخه کار واخلئ. کیسه داسې ولیکئ لکه چې همدا اوس پېښيږي. ځکه چې تصویر د وخت یوه شېبه وړاندې کوي چې ثبت شوې ده. ځینې ورځپاڼې یا آژانسونه د وخت لپاره ځانګړی معیار لري. د لومړۍ جملې لپاره له حال زمانې او نورو جملو ته له تېرو زمانو څخه کار واخلئ. منطق یې دا دی چې: لومړۍ جمله هغه څه بیانوي چې په تصویر کې پېښېږي او راتلونکې جملې د پېښې او حالت شالید ته اشاره کوي. د مثال په توګه: که چېرې د سګریټ څکولو له کبله یوه کورنۍ زیانمنه شوي وي؛ نو په دې صورت کې تاسو کولای شئ دا غمجن حالت د یو انځور په مرسته په لاندینیو جملو کې په دې ډول تشریح کړئ: (یو اور وژونکی انسان چې احمد نومېږي، درې کلن ماشوم (مینا احمدي) په غیږ کې نیولې، چې هغه یې د کور له اور څخه وژغورله. د مینا پلار(سعید) او مور(فاطمه احمدي) د سګرټ څکولو له امله په اورلګېدنه کې مړه شوي).
• لیدونکي ته هغه معلومات ورکړئ چې دوی یې د تصویر په لیدو سره نشي ترلاسه کولی.
• غوره دا ده چې سرلیک د نومونو په متن پیل نه کړئ.
• په سرلیک لیکلو کې، له جزء څخه د کل خواته یا له کل څخه د جزء خواته لاړشئ.
• کله چې تاسو غواړئ د یوې ډلې غړي معرفي کړئ. د دې پرځای چې د کیڼ څخه ښي خواته کلمه وکاروئ؛ نو یوازې له کیڼ خوا … د کلمې کارول بسنه کوي.
• «پورته» (Above) یا «په دې تصویر کې ګورئ» (Pictured here) د دي ډول ټکو یادونه اړینه نه ده
• که د تصویر د نوم لپاره د خلکو نومونه مهم وي؛ نو نومونه یې ولیکئ.
• سرلیک لیکلو ته د اضافي کار په سترګه مه ګورئ. بلکې دا د تصویر لپاره د لا ډېر ارزښت په توګه په پام کې ونیسئ. په خپله د تصویر په څېر، د کپشن لیکل هم اړین بلل کېږي. د تصویر په توګه سرلیک ته ډېره پاملرنه وکړئ او د کیفیت له پلوه یې وګورئ.
وروستۍ سپارښتنه:
هڅه وکړئ چې د انځور کیسه، د سرلیک سره وړاندې کړئ. په تصویر کې پر ویناوو تمرکز وکړئ او بیا ورته د خپلو جملو سره تړاو ورکړئ. هڅه وکړئ د تصویر ټوټې د سرلیک سره وتړئ او تصویر د فلم د ایډیټر په توګه، په یوه په زړه پورې کیسه باندې بدله کړئ.
یو ښه سرلیک باید د دې وړتیا ولري چې لیدونکي ته معلومات ورکړي، حیران یې کړي، خوښ یې کړي او هغه وهڅوي چې تصویر ته په دقت سره وګوري.
په پای کې، ځینې تصویرونه او سرلیکونه چې په فارسي ژبه دي، د لا زیاتو معلوماتو لپاره یې په پښتو ژبه وګورئ.
څو بېلګې یی دلته کتلای شئ؛
یادونه: د لاندینیو انځورونو سرلیکونه مې مفهومي او انځور ته په کتو ژباړلي دي، کیدای شي، له انګلسي سره ډېر اړخ ونه لګوي.

People wait in a queue to cast their votes at a polling station in Jaunpur, in the northern Indian state of Uttar Pradesh, India, Monday, May 12, 2014
د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۱۴ می په ۱۲ مه نېټه، د هند اترپردیش ایالت په شمالي برخه کې د جان پور اوسېدونکي د په ټول ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره پر لیکه انتظارباسي

A woman cries as she takes part in a procession of Wold War II veterans and their relatives during Victory Day celebrations in the Crimean port of Sevastopol on May 9. Crimea’s largely Russian-speaking residents voted in March to become part of Russia
یوې ښځې د سیواستوپول(Sevastopol) په کریمیا سمېه کې د ویکټري ډی (Victory Day) یا د بریالیتوب د ورځې په لمانځغونډه کې د ۲۰۱۴ میلادې کال، د مۍ د میاشتي په ۹ نېټه، دویم نړیوال جنګ د رضاکارانو په یاد لاریون کې برخه اخېستې ده. دروسي پلوه کریمیا اوسېدونکو، د مارچ د میاشتي د ریفرنډم (نظر پوښتني) پرمهال دروسیې د ګډون لپاره رایه ورکړه.

د هرات ولایت مقام پر وړاندې د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت «موږ په مورنۍ ژبې زده کړې غواړو» او «له ښوونځي څخه د مورنۍ ژبې ایستل، د ماشوم ایستل دي» په شعارونو سولییز لاریون وکړ. پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس