معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کانونو وزارت په شپږو ورځو کې څه باندې ۳۴۳ میلیونه عوايد ټول کړي

د کانونو وزارت په شپږو ورځو کې څه باندې ۳۴۳ میلیونه عوايد ټول کړي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۱۲مه او د جولای میاشتې درېیمه نېټه ده) د کانونو او پټرولیم وزارت په شپږو ورځو کې څه باندې ۳۴۳ میلیونه عوايد ټول کړي.

د ا.ا امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د روانې چنګاښ میاشتې له دوهمې تر ۸مې نېټې پورې، ۳۴۳ میلیونه ۵۵ زره او ۳۷۲ افغانۍ عواید را ټول کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې حکومت په دې وروستیو کې بهر ته د صادرېدونکو سکرو ډبرو د بیې لوړلو خبر ورکړ.
مخکې به یو ټن سکره په ۹۰ ډالر صادرېدل خو چارواکو د چنګاښ په ۷مه وویل، چې تر دې وروسته به د هر ټن سکرو بیه ۲۰۰ امریکايي ډالر وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس