معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / د څېړنیز رپورټ لیکنې لپاره د موضوع غوراوی

د څېړنیز رپورټ لیکنې لپاره د موضوع غوراوی

د څېړنیز رپورټ لیکنې لپاره د موضوع غوراوی
چمتو کوونکې: پوهنیاره خاټول شفیق، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استاذه

د موضوع موندنه
د څه په اړه څېړنیز رپورټ ولیکم؟ دا پوښتنه په یوې ستونزمنې مسألې اوړي. د څېړنیز رپورټ لیکني لپاره د موضوع غوراوی تر ټولو لومړی او مهم کار دی. د څېړنیزې رپورټ لیکنې لپاره موضوع په تصادفي ډول نه موندل کېږي، بلکې ډېر غور او دقت ته اړتیا ده چې د لاندې ټکیو پامنیوی غواړي.
د موضوع ټاکنه یا غوراوي کې مو پام وي؛ داسې موضوع غوره شي چې یو بدلون رامنځته کړي، یوه مسأله افشاء کړي، یو فساد رسوا کړي، د بډې ورکوونکی او بډې اخیستونکي څېره ښکاره کړي، د ظالم څېره بربنډه کړي، یوه جنایي ډله د قانون منګولو ته وسپاري، په ټوله کې داسې موضوع ګانې وي چې ناقانونه کړنې رسوا کړي. د غلو بانډ، د ماشومانو د قاچاق او تښتوونکيو بانډونه رسوا کړي. په ځانګړې توګه په دې پروژې کې پر داسې موضوعګانو کار وشي چې مالي فساد کوونکي رسوا کړي.
څېړنیز خبریالان څرنګه کولای شي د څېړنیز رپورټ موضوع پیدا کړي، څنګه ځان عادت کړئ چې هر چېرې چې یاست د څېړنې د موضوع موندنې فکر وکړئ. څېړنېزې پروژې معمولا د یو وړې ایډيا له یوه څرکه رامنځته کېږي. تاسو کولای شئ د خلکو له مطالعې نه او کومې پېښې مو چې په چاپېریال کې وي موضوع وټاکئ. د څېړنیز رپورټ موضوع کولای شئ له آوازو څخه هم وټاکئ خو هغه آوازې باید تعقیب کړئ. څېړنیز خبریالان اطلاعات لولي، د ورځپاڼو په رپورټونو کې نوې پوښتنې رامنځته کوي د مطبوعاتي اعلامیو او حکومتي اسنادو مهم ټکي لیکي، هغه ستونزې څېړي چې له واقعي کچې لږې منعکسې شوې وي او د هغو پېښو د را برسېرونې په لټه کې وي چې ظاهرا نا منظمې ښکاري.
د څېړنیزې موضوع په غوراوي کې باید دې ټکي ته زیات پام وشي چې د رپورټ لیکلو لپاره څومره وخت لرو. کومه موضوع چې ټاکئ آیا پوره وخت ورته لرئ، داسې موضوع باید وټاکل شي چې تاسو یې په ټاکلي وخت پای ته ورسوئ. که یو څېړنیز خبریال د رپورټ لیکنې لپاره دوه درې موضوع ګانې پیدا کړي نو بیا هم باید فکر وکړي چې دا هره یوه په څومره وخت کې بشپړولای شي. بل مهم ټکی دا دی چې کومه موضوع چې تاسو ټاکئ باید د هغه لپاره لومړی سرچینې په پام کې ونیسئ. د سرچینو لپاره د لاندې ټکيو پامنیوی اړین دی.
– د موضوع په تړاو کومې سرچینې معلومات درکولی شي؟
– آیا سرچینې به تاسو ته اړوند معلومات په آسانۍ درکړي او که نه؟
– آیا سرچینو ته مو لاسرسی څرنګه دی، آسان دی که ستونزمن؟
– آیا سرچینې په کور دننه دي او که بهر؟
– که سرچینې مو بهر وي څرنګه او د کومو وسیلو له لارې ترې معلومات اخیستی شئ؟
– د سرچینو په اړه تر بشپړ معلوماتو وروسته باید د موضوع د غواروي پرېکړه وکړئ.
په څېړنه کې د ټولنیزو مسألو د لاملونو د پیدا کولو لپاره، یا دا چې داسې موضوع وټاکل شي چې خلکو ته یې یو ابهام رامنځته کړی وي او مسأله ورته روښانه نه وي.
«څېړنیز خبریال باید د موضوع په اړه ښه پوهاوی ولري، ځکه څېړنیز رپورټ لیکل تخصص غواړي. خو هېره مو نشي چې د څېړنې د موضوع سره بلدتیا که څه هم اړینه ده خو د موضوع په اړه یوازې ښه پوهېدل بسنه نه کوي ځکه چې د موضوع ټاکل یوازې د څېړنې یو او لومړی ګام دی» (شکیب هاشمی , ۱۳۹۳, پاڼہ ۷۸).
څېړنیز موضوعات مو په تصادفي بڼه مخې ته نه راځي، کله چې له څېړنیزو موضوعاتو سره مخ شوئ نو کولای شئ چې د څېړنیز رپورټ موضوع ترې جلا کړئ. داسې موضوع وټاکئ چې پای ته یې ورسولای شئ.
د موضوع تر غوراوي دمخه د هغې مسألې په اړه چې غواړو کار پرې وکړو، ځینې حقیقتونه، اطلاعات، دلایل او لاملونو ته پام وکړو ویې لولو د بېلګې په توګه په دې ورکشاپ کې له فساد سره د مبارزې لپاره څېړنیز رپورټونه لیکو، نو لویه موضوع موږ ته معلومه ده په دې اړه عمومي معلومات باید ولرو.
په دویم ګام کې فساد په بېلابېلو برخو کې په پام کې ونیسو او ورباندې څېړنیز رپورټونه ولیکو. یو شمېر پوښتنې باید ځواب کړو.
مهدي ماحوزي خپل کتاب رپورټ لیکنه(نګارش، ویرایش و پژوهش) کې لیکي د رپورټ لیکنې پر مهال باید پوه شو چې موخه څه ده او اخیستونکي(مخاطبان) مو څوک دي؟
د دې ترڅنګه یو څېړنیز خبریال باید د موضوع تر غوراوي د مخه خپلې مخې ته دا پنځه پوښتنې کېږدي.
۱- موخه مو څه ده؟
۲- اخیستونکی(مخاطب) مو څوک دی؟
۳- عمومي موضوع د څه په اړه ده؟
۴- د موضوع په اړه د خبریال د پوهاوي او تجربو کچه څومره ده؟
۵- د خپراوي وسایل کوم دي؟
۱- د رپورټ لیکنې د موخې مشخصونه
(د رپورټ لیکلو موخه مو څه ده؟ )
د موضوع تر غوراوي وروسته د رپورټ پر عمومي او ځانګړې موخې فکر وکړئ او موخه مو وټاکئ. د رپورټ په پای کې اخیستونکي ته څه ورکول غواړئ او هم د اخیستونکو نه څه غواړئ. د بېلګې په ډول غواړئ یو مالي فساد رسوا کړئ او تر څنګه یې فساد کوونکيو ته خبرداری ورکوي چې فساد کوي نو یوه ورځ به رسوا کېږي هم.
۲- اخیستونکي(مخاطبان)
(رپورټ د چا لپاره لیکئ یعنې مخاطبان یا اخیستونکي مو څوک دي؟)
د اخیستونکي په اړه د معلوماتو پیدا کونه او ارزونه
لومړی د اخیستونکي په اړه معلومات او بیا یې ارزونه او شننه وکړو. د مخاطب عمر، جنسیت، د مخاطبانو فرهنګي شالید په اړه معلومات پیدا کړئ، ځکه چې د څېړنې پر مهال باید فرهنګي ارزښتونو ته پوره پام وشي (خاټول, ۱۳۹۷, پاڼہ ۱۲۴)
موږ رپورټ د چا لپاره لیکو د هغوی په اړه دا پوښتنې ځانته ځواب کړئ.
۱- رپورټ د ټولنې کوم پوړ ته لیکئ؟
۲- کومو کسانو لپاره چې رپورټ لیکئ آیا هغوی د موضوع په اړه څه معلومات لري او که نه؟
۳- د اخیستونکي کوم عادات، دودونه او رواجونه چې د رپورټ په اړه تاسو سره کمک کوي؟
۴- د اخیستونکي اقتصادي او ټولنیز وضعیت مو څنګه دی؟
۵ – اخیستونکي مو څه ډول فکر او عقیده لري؟
د اخیستونکي په اړه معلومات تاسو سره مرسته کوي چې پر څه ډول موضوع ګانو باندې رپورټ ولیکئ. د بېلګې په توګه که غواړئ ځوانانو ته رپورټ ولیکئ نو یو ډول موضوع ګانې به ورته په زړه پورې وي یعنې د ځوانانو په برخه کې کوم ډول نا قانونه کړنې دي چې د څېړنیز رپورټ له لارې را ښکاره شي ښې پایلې به ولري او که غواړئ د ښځو په باره کې څېړنیز رپورټ ولیکئ نو بیا هم د مېرمنو لپاره څه ډول موضوع ګانې ښې پایلې لرلای شي.
– په خپله څېړنیز خبریال څه تجربه لري؟
– رپورټ په خپله څېړنیز خبریال ته څه ګټه رسوي؟
– د څېړنیز خبریال وړتیا څومره او کومې موضوع کې ښه دی؟
– څېړنیز خبریال باید خپل ځان وارزوي، تخصص یې څه دی، له سفرونو څه تجربه لري، د کومو سرچینو سره ښې اړېکي لري او دې ته ورته د نورو مسألو په اړه د خپل ځان یوه لنډه ارزونه هم مهم دي.
۳- عمومي موضوع څه ده؟
موضوع د څه په اړه ده یعنې د څېړنیز رپورټ ساحه باید ځانګړې شي. څرنګه چې په دې پروژه کې دا موضوع روښانه ده یعنې د فساد په اړه څېړنیز رپورټ په لومړي پړاو کې تدریسېږي او په دویم ګام کې بیا د فساد په اړه څېړنیز رپورټونه لیکل کېږي.
کله مو چې د ځان او اخیستونکي په اړه ځان ښه پوه کړ بیا د دې موضوع په اړه سوچ کول دي. دې پروژه کې د څېړنیز رپورټ عمومي موضوع د مالي فساد په اړه ده نو تاسو هم باید د مالي فساد په اړه پر بېلابېلو موضوع ګانو فکر وکړئ او څېړنیز رپورټ پرې ولیکئ.
۴- څلورم پړاو کې دا موضوع مهمه ده چې یو څېړنیز خبریال باید خپلې ځانګړنې، وړتیاوې، تجربې او امکانات هم په پام کې ونیسي باید داسې موضوع وټاکي چې وکولای شي تر سره یې کړي موضوع داسې نه وي چې په نیمه لاره کې یې همداسې پرېږدي. څېړنیز خبریال باید داسې موضوع باندې کار وکړي چې په هغه برخه کې ښه معلومات ولري او د موضوع په تړاو نسبتا تخصصي پوهه ولري.
۱- لومړی باید دا څرګنده وي چې له کومو وسیلو مو رپورټ خپرېږي؟
۲- کومه وسیله به ستاسو د رپورټ خپرولو لپاره تر نورو غوره وي؟
۳- په موجوده وضعیت کې کومه رسنۍ یا وسیله د تخنیکي او فني پلوه ښه برېښي؟
۴- د کومې رسنۍ له لارې ښه پایله اخیستي شو (پور, ۱۳۶۵, پاڼہ ۳۹)؟
۴- له کوچني تصوره پیل وشي
– جزیي معلومات؛ لکه: احصایې، د څېړنو پایلې او فاکټونو ته پاملرنه وکړئ.
– اطلاعات وڅېړئ. مثال کېدای شي تاسو ته داسې وویل شي چې یو ستونزه او مسأله رامنځته کېږي، لاړ شئ او د موضوع سم او ناسم معلوم کړئ. ځکه چې لوی لوی څېړنیز رپورټونه له یوې کوچني تصور څخه پیلېږي او پیل شوي دي. د ماشومانو په برخه کې احصاییه کېږي چې د بېوزلو ماشومانو په اړه څېړنیز رپورټ ولیکئ. یوه داسې ترافیکي پېښه چې پلي خلک پکې مړه شي د څلور لارو او ترافیکي اشارو په اړه څېړنیز رپورټ ولیکل شي او داسې نور چې موږ ته یو فکر یا تصور د څېړنیز موضوع د غوراوي په اړه فکر وکړو.
یوه عامه قاعده ده چې: که کوم کار کې نیمګړتیا وي که فکر کوئ چې نیمګړتیا ثابته کړئ او که تاسو حل لارې او یا لږ تر لږه زیان یې کم وي ښودلی شئ په دې حالت کې تاسو پر څېړنیز رپورټ باندې کار پیل کړئ (مرسی, ۱۳۹۱, پاڼہ ۱۵).
۵- آوازې و ارزول شي
ښایي د آوازو تر شاه حقیقت پټ وي هغه څه چې خلک ترې شکایت لري نو د څېړنیز رپورټ موضوع پکې وي.
د خبریالانو یوه تېروتنه دا ده چې له کومو ستونزو چې خلک شکایت کوي، دوی یې مهمه نه ګڼي ځکه وایي دا موضوع تازګي نلري خو د ورځنیو چارو د ستونزو په اړه ښه څېړنیز رپورټونه لیکل کېږي. هغه ورځنۍ چارې یا ستونزې چې خلک یې د ژوند یوه برخه یا واقعیت ګڼي چې همداسې باید وي. دا موضوع د ښځو په برخه کې ډېره عامه ده، چې ځینې موضوع ګانې یې منلې دي د بېلګې په ډول ښځه د کور ده یا د ګور. تاسو باید د خلکو ګڼې ګڼې ځایونو ته لاړ شئ له خکو سره خبرې اترې وکړئ خلک وغږوئ. مثال د ترافیکي جریمو پرې کوونکيو کتار ته لاړ شئ او خلکو سره پرې خبرې وکړئ. دې کتار کې د خلکو خبرې اترې په غور واورئ ځینو سره چې پېژنئ یې هم نه خبرې اترې پیل کړئ.
۶- ورځنۍ چارې دې وارزول شي
کېدای شي کله له داسې موضوع سره مخ شئ چې باوري شئ دا یوه ستونزه ده. مثال د بدن یو غړی مو ټپي شوی وي او روغتون ته لاړ شئ، په بېړنۍ خونه کې د ډاکټر په تمه یاست ذهن کې مو راګرځي چې په روغتون کې ډاکټر ته انتظار یو عادي امر یا خبره ده؟ آیا دا موضوع په روغتونو کې یو نورم دی؟
آیا دا روغتون د پرسونل د کمي سره مخ دی؟
آیا دا روغتون د بودجې له کمښت سره مخ دی؟
آیا دا روغتونونه پر وخت او سم ډول د ناروغانو درملنه نشي کولای (مرسی, ۱۳۹۱, پاڼہ ۱۸)؟
۷- ورځني خبرونه تحلیل او ارزیابي شي
د شیکاګو تریبون د پروژو د برخې د تحریر د برخې مدیر جورج پاپاجان وایي: کله مو چې د څېړنیز راپور لپاره د تازه موضوع د پیدا کولو اندېښنه پیدا شوه په هغه صورت کې تاسو د ورځپاڼو او سایټونو لنډ خبرونه او هغه څه ته مراجعه وکړئ چې نا معمول او د خندا وړ وي. داسې موارد پکې پیدا کېږي چې د جدي پاملرنې وړ وي. آیا د دې سیمې په نورو روغتونو کې هم ناروغان دومره په تمه پاتې کېږي. په لنډو خبرونو کې معمولا څلور عناصرو ته ځواب ویل کېږي،
– موضوع د چا په اړه ده،
– د څه په اړه ده،
– په کوم ځای کې رامنځته شوې ده
– او څه وخت رامنځته شوې ده؟
خو دا موضوع ولې او څرنګه رامنځته شوې ده دې دواړو ته ځواب نه وایي نو تاسو کولای شئ د ځینو لنډو خبرونو څخه داسې موضوع ګانې جلا کړئ او څېړنیز رپورټ پرې ولیکئ (مرسی, ۱۳۹۱, پاڼہ ۱۸).
۸- په ورځنیو عادي رپورټونو کې لویې ستونزې وپلټل شي
ځینې داسې رپورټونه خپرېږي چې زیاتره داسې پېښې د لومړي ځل لپاره رامنځته شوي نه وي بیا بیا رامنځته کېږي یعنې په دې صورت کې باید پر سیسټمونو او پروسو باندې فکر وشي چې ولې یې د پېښې د مخنیوي لپاره کار نه دی کړی. که تاسو یو رپورټ لولئ او پر لوستو یې حیرانيږئ دا څرنګه موضوع ده نو تاسو کولای شي څېړنیز رپورټ پرې ولیکئ.
۹- په یوه خورا عادي موضوع کې په زړه پورې ټکي ولټول شي
کله کله داسې هم کېږي چې یوه موضوع مو تر نظر نه راځي خو په ټیټه سترګه ورته مه ګورئ کوښښ وکړئ چې په عادي موضوع کې په زړه پورې ټکي وپلټئ. د بېلګې په ډول په افغانستان کې یوه مور خپل ماشوم ته دې لپاره چې دا کار ته پرېږدې د خوب درمل ورکوي یا ورته ځیني یوناني درمل ورکوي.
– دا چې دا درمل پر ماشوم څه بدې پایلې ښيي؟
– د ماشومانو پر روان څه اغېز ښنیدي؟
– په راتلونکي کې ماشوم ته څه پېښوي؟
– آیا څومره میندي خپلو ماشومانو ته داسې درمل ورکوي؟ او دې ته ورته نورې پوښتنې ترې رامنځته کېږي چې تاسو کولای شئ ښه څېړنیز رپورټ پرې ولیکئ.
۱۰- تر خپل رپورټ وړاندې په خواوشا سیمه کې شوې څېړنې وارزول شي
تمه، تنبلي او ناوړتیا عامې ځانګړنې دي. حکومتونه او شرکتونه زیاتره هغه څه چې نورې یې کوي هغه کټ مټ رااخلي او عملي کوي یې. نو فساد او خلاف کاري ممکن له یو حکومت بل او له یو شرکت بل ته انتقال شي (مرسی, ۱۳۹۱, پاڼہ ۲۰). پر دې بنسټ تاسو کولای شئ ځینې څېړنیز رپورټونه مو چې د بل شرکت یا حکومت او ادارې په اړه لوستي وي، کېدای شي ستاسو هېواد، حکومت، شرکت او یا ادارې کې هم ورته کیسه وي.

۱۱- په ظاهره د نااړوندو پېښو تر منځ ورته والی وپلټل شي
مثال: کله چې یو چېرته اور لګېدل رامنځته کېږي. ښايي په یو سوپر مارکیټ، منډيي، شرکت یوه اداره کې او داسې او اطفاییه پر وخت نه راځي چې اور مړ کړي په دې صورت کې دا باید ولټول شي چې اطفایې ولې او پر وخت مړ نه کړی شو؟
– آیا اطفاییه کافي بودجه نلري؟
– آیا د اطفاییې دفتر متخصص کارکوونکي نلري؟
۱۲- د ستونزې لامل وپلټل شي
تاسو د ځینو لویو ستونزو په جرړو او لاملونو باندې فکر وکړئ چې ستونزه ولې رامنځته شوې ده. د بېلګې په توګه که په یوه سیمه کې ډېر ماشومان د سږو په ناروغۍ اخته شوې وي نو باید دا لامل یې پیدا شي چې ولې؟
آیا هوا ککړه ده؟
که ځواب هو وي نو په دې سیمه کې هوا د څه له وجې ککړه شوې ده؟
سرچینې:
۱- ادیب، همایون.(۲۰۰۹). پلټونکي خبریالي. ژباړه: امیر جان وحید احمدزی. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
۲- برسټینر.مرسی.(۱۳۹۱). خبرنګاری تحقیقی. کابل: نبراسکا پوهنتون مطبعه.
۳- رشید پور، ابراهیم. (۱۳۶۵). ارتباط جمعی و رشد ملی.کابل: دولتي مطبعه.
۴- شفیق، خاټول.(۱۳۹۷). ټولییز ارتباطات. کابل: کابل پوهنتون، ارتباطات او ژورنالیزم پوهنځی(درسي چپټر).
۵- هاشمی، فهیمه.(۱۳۹۳). ګزارش تحقیقی و چګونګی آن در رسانه های افغانستان. کابل: انتشارات لاجورد.
۶- ماحوزی، مهدی.( ۱۳۸۵). ګزارش نویسی(نګارش، ویرایش و پژوهش). تهران: کتابخانه ملی ایران.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس