معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / د ټاپي پروژې د بشپړېدو چارې په منظم ډول روانې دي

د ټاپي پروژې د بشپړېدو چارې په منظم ډول روانې دي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۹مه او د مارچ ۱۰مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت وايي، د ټاپي پروژې د بشپړېدو چارې له کوم خنډ پرته په منتظم ډول روانې دي.
د یاد وزارت اقتصادي چارو مشر شفیع اعظم وايي خبر ورکوي چې، د پروژې د لا چټکیتا په موخه ښايي نن (د کب ۱۹مه) کابل ته د ترکمنستان هېواد یو پلاوی هم راشي .
اعظم زیاته کړې، د افغانستان پر بانکي سیستم د بندیزونو له کمېدو سره د ټاپي پروژې د پلي کېدو په چارو کې چټکوالی راغلی دی.
نوموړی وايي، دغې پروژې ۸۵ سلنه مالي لګښت د ترکمنستان هېواد ورکوي او پاتې ۱۵یې د افغانستان ، پاکستان او هندوستان هېوادونو پر غاړه دی.
د اعظم په خبره، د اسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې د مالي ملاتړ په برخه کې هېڅ ډول رول نه لري او یوازې د دغې پروژې د مالي سلاکار په توګه کارکوي.
اعظم په وینا: ” د ټاپي پروژې کارونه په منظم ډول باندې روان دي. لسم د مارچ به د ترکمنستان یو پلاوي کابل ته راځي او په اړه به له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي. د ټاپي پروژې ۸۵ سلنه سپانسر خپله ترکمنستان دی او پاتې ۱۵سلنه یې افغانستان هندوستان او پاکستان سپانسرکوي او د اسیا پراختیايي بانک په دغه برخه کې یوازې د مالي مشاور حیثیت لري. ”
داسیا پراختیايي بانک له دې وړاندې ویلي وو، چې ترهغې په افغانستان کې د نړیوال مشروعیت نه برخمن حکومت نه وي رامنځ ته شوی، له ټاپي پروژې سره مرسته نه کوي او په دغه برخه کې یې خپل ټول فعالیتونه درولي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس