معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نوي کال په راتګ سره د نجونو ښوونځي پرانستل کېږي

د نوي کال په راتګ سره د نجونو ښوونځي پرانستل کېږي

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، هیله لري چې د نوي لمریزکال په پیل کې به په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.
ذبیح الله مجاهد له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي.
هغه زیاته کړې: “په ډېرو سیمو کې په پورته ټولګیو کې د نجونو زده کړې دوام لري، خو په ځینو سیمو کې د اقتصادي ستونزو او یا د لایحو له کبله چې باید عملي شي، ښوونځي بند دي. موږ په هغو سیمو کې چې ګڼه ګوڼه زیاته ده، کار ته اړتیا لرو.”
مجاهد دغه راز ویلي چې افغانستان په اوس وخت کې د بشري ځواک له کموالي سره مخامخ نه دی.
د نجونو د زده کړو او کار اجازه د اسلامي امارت له حکومت سره د تعامل لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ګڼل کېږي.
د اګسټ په ۱۵مه د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په ګڼو سیمو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.
خو د نوي حکومت چارواکي وايي چې په دې برخه کې د شته ستونزو له حل وروسته د نوي کال په راتګ سره د نجونو ښوونځي پرانستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس