معماری
خانه / ادب و هنر / د لیکوالۍ لپاره ځینې ټکي!
څېړندوی رحیم الله حریفال

د لیکوالۍ لپاره ځینې ټکي!

 

څېړندی رحیم الله حریفال،  دګهیځ ټولنې مرستیال

  • لنډيز:

د لیکوالي اړوند موضوعاتو په اړه ډېر څه لیکل شوي، خو په پښتو ژبه کې په یاده برخه کې لا ډېرو لیکلو او بحثونو ته اړتیا لیدل کېږي او دا ځکه چې پښتانه او د پښتو ژبې ویونکي له کلونو ــ کلونو را په دې جنګ جګړو له زده کړو او تعلیم څخه لرې ساتلي وو، خو که څه هم له یوې خوا جګړو ټول افغانان متاثره کړل، خو هجرت او کډوالي بیا څه نا څه ګټې هم ورسولې. د هجرت په دیار کې نوي نسل زده کړې وکړې، پوهنتونونه یې ولوستل او بیا په ځانګړې توګه په وروستیو اتلسو کلونو کې په ټولو ولایتونو کې ښوونې او د ښوونځیو جوړولو ته جدي توجه وشوه، په ډېرو ولایتونو کې پوهنتونونه جوړ شول او په دغو تعلیمي مرکزونو کې د لومړي ځل لپاره په مورنۍ ژبه زده کړو ته پام وشو، نو کله چې په یوه ټولنه او هېواد کې د زده کړو او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو کچه لوړه شي، هلته بیا لیکوالي هم د معیار لور ته حرکت کوي، خو بیا هم د لیکوالۍ او ادبیاتو د برخو پوهانو او استادانو ته په کار دي  چې په دې برخه کې د تاندو او ځوانو استعدادونو د غوړېدا لپاره ډېر څه وکړي، د هغوئ د روزلو لپاره کتابونو او بېلابېلې لیکنې وکړي. په ځانګړې توګه په ښوونځیو او پوهنتونو کې د مورنۍ ژبې د زده کړې او پراختیا لپاره کار وکړي، ځکه یو انسان هغه وخت ښه لیکوال کېدلای شي چې په خپله مورنۍ ژبه بشپړه برلاسی  ولري او یا هم ویلای شو چې په هره ژبه کې چې غواړي لیکوالي وکړي باید په نوموړې ژبه پوره حاکم وي، ځکه که د لیکوالي په نورو ټولو رمزونو پوه هم شي، خو چې په ژبه کې مهارت ونه لري، لیکوال کېدل یې ناشوني دي. بله خبره دا چې که چېرې د چاپېریال، کور، ښونځي او پوهنتون ژبه یوه شي، هلته بیا د لیکوالي او نویو لیکوالانو د را پیدا کېدو لپاره ښه زمینه برابرېږي.

  • مقدمه:

لیکوالي که له یوې خوا فطري ده، خو اکتسابي هم ده او استعدادونه هغه وخت غوړېږي چې وروزل شي او  ستړیاوې وزغمي. په نورو پر متختللو هېوادونو کې که وګورو هلته د لیکوالانو ټولی بېل او ځانګړي اشخاص دي، خو په وروسته پاتې ټولنو او هېوادونو کې بیا دا معیار بل ډول دی او باید هم بل ډول وي، ځکه یو هېواد چې کله پرمختګ کوي، نو هر څه په لومړیو کې خام او پیکه وي، خو وروسته قرار ــ قرار  د معیار لور ته حرکت کوي. د نویو او مبتدي لیکوالانو پر مخ باید د لیکوالۍ دروازې ونه تړل شي، بلکې و  هڅول یې په کار دي چې د پخې او معیاري لیکوالۍ لور ته ولاړ شي او په راتلونکې کې ګڼ شمېر مبتکر او پاخه لیکوالان ولرو، خو څوک چې غواړي د لیکوالي پر باریکه لار سفر ته دوام ورکړي، نو د ځینو مهمو او بنسټېزو ټکو په پام کې نیول ورته اړین دي. د دغه ټکو شمېر زیات دی، خو ځینې بیا دومره مهم دي، چې هغو ته نه پام کول، د لیکوال کېدو مخنیوي کوي، چې په دې لیکنه کې به په دغو ابتکاري ټکو  رڼا واچوو او خبرې به پرې وکړو.

  • له ژبې سره بلدتیا:

موږ ته د خپلې مورنۍ ژبې زده کړه او له هغې سره بلدتیا عادي او بدیهي خبره په نظر راځي او داسې فکر کوو، چې دا خو مو مورنۍ ژبه ده، نو د دې په زده کړه کې به کومه ستونزه ونه لرو، خو که چېرې غواړو چې ښه او مسلکي لیکوالان شو، د هغې ژبې زده کول ډېر اړین او مهم دي، په کومه ژبه چې موږ لیکوالي کوو، خو متاسفانه زموږ په هېواد کې تر ټولو ستره ستونزه د ژبې نه زده کړه ده، نو که چېرې مو ژبه نه وي زده او یا یې هم له ځینو باریکو او پېچلتیاوو څخه نا خبره یوو، بیا مو نو د لیکوال کېدو هیله او ارمان یو خوب دی. د یادې ستونزې اصلي لامل هم متاسفانه د هېواد په تعلیمي او ښوونیز نظام کې دی، ځکه د ژبې ارواپوهنه وایي، چې د ژبې زده کړه، خپل ځانګړی وخت لري او دا پړاو د ماشوم د عمر تر دولس کلنۍ یا هم څوارلس کلنۍ پورې دوام کوي او همدا مرحله د ژبې د زده کړې بهترینه او غوره مرحله ده او کله خو بیا داسې هم شوي دي چې یو څوک تر لوړو زده پورې تحصیلات په بله ژبه کوي، نو خپله ژبه ترېنه پاتې وي، په داسې حال کې نو بیا په خپله مورنۍ ژبه لیکوالي کول ناشونی او ستونزمن کار ښکاري. د نورو ژبو د زده کړې تر څنګ باید د خپلې ژبې زده کولو ته ډېر وخت ورکړو.

 

  • مطالعه وکړئ!

لیکوال کېدل تر نورو ټولو برخو زیاد مطالعې ته اړتیا لري، ځکه کله که په ذهن کې موږ څه ونه لرو، نو لوستونکو ته به څه وړاندې کړو. مخکې موږ د ژبې د زده کړې او له ژبې سره د بشپړې بلدتیا خبره وکړه، کله که موږ ژبه ښه هم زده کړو، خو په الفاظو یا هم دغو ظرفونو کې د وړاندې کولو لپاره څه ونه لرو، نو بیا هم لیکوال نه شو کېدای. څوک چې غواړي لیکوال شي. د هغوی د عمومي معلوماتو کچه باید لوړه وي، کېدای شي موږ په یوه ځانګړې موضوع د کار پر مهال تخصصي مطالعه وکړو، خو د دغې ځانګړې مطالعې تر څنګ مو باید د عمومي مطالعې او معلوماتو فیصدي ډېره لوړه وي. بل دا چې د مطالعې په وخت کې دقیق پام وکړو، درک یې کړو، تحلیل یې کړو او بیا یې ذهن ته وسپارو چې وروسته به له موږ سره په لیکلو کې ډېره مرسته وکړي. د ژبې زده کړه او مطالعه په لیکوالي کې مهم او بنسټیز رول لري، که له دغو برخو څخه  یوه برخه کمزورې وي، نو د لیکوالي هیلې به هم نیمګړې پاتې وي.

استیون کینگ د لیکوالۍ په برخه کې  ښکلې توصیې لري، یو ځای وایي: «مطالعه د هر لیکوال د خلاقیت هسته او مرکز دی.»

  • په لیکلو کې افراط وکړئ!

که غواړئ چې ښه لیکوال شئ، نو په لیکلو کې افراط وکړئ، په لیکلو کې کې افراط ورځ تر بلې زموږ شهامت د هغو شیانو په لیکلو کې زیاتوي، چې له لیکلو سره یې مینه لرو. په لیکلو کې افراط یعنې، چې هم په سفر کې کتاب او قلم در سره وي، هم په لوږه او هم په ماړه نس لیکنه پرې نه ږدې، کله چې په قلم او کاغذ له لیکلو ستړي شوئ، نو کمپیوټر ته مخه کړئ او کله چې له کمپیوټر نه ستړي شوئ، پنسل او کاغذ ته ور وګرځئ. تل د هغو جملو په لیکلو لاس پورې کړئ، چې تاسو هر لحظه په خپل ذهن کې پسې ستړي او لالهانده یاست. د ورځې لیکلي یادښتونه مو له شپې ترتیب او منظم کړئ. که مو ذهن ته ځانګړي څه نه درځي، دا تشویش مه کوئ چې دا خو ډېر مهم نه دي، بلکې هماغه عادي شیان د کاغذ پر مخ پلي کړئ او ویې لیکئ. باید په افراطي توګه لیکنه وکړئ، تر څو پر ذهن مو ناسته ویره له منځه ولاړه شي او بیا قرار ــ قرار د علمي مقالو او مضمونونو په لیکلو لاس پورې کړئ او تر هغه پورې دغه کار ته دوام ورکړئ، تر څو د نه لیکلو ټولې بهانې له منځه ولاړې شي. دا چې غواړئ لیکوال شئ، نو له دې غوره شوي مسلک سره مو لیونئ مینه وساتئ او لکه له خپلې مینې سره چې د ډېر وخت پاتې کېدو هیله لرئ، همداسې له لیکلو سره هم زیات وخت و اوسېږئ او هېڅکله هم باید ورسره ستړي او خسته نه شئ. د هغه کار لپاره چې تاسو ورسره له زړه مینه لرئ، نو فرصت موندلو ته شېبې مه شمېرئ، بلکې هر وخت فرصت او غنیمت وګڼئ او لیکل وکړئ.

  • کیسه ولیکئ!

که له کیسې او داستان لیکلو سره مینه هم نه لرو او علاقه مو دا وي، چې علمي مقالې او یا هم پروپوزلونه ولیکو، بیا هم باید هڅه وکړو چې داستان ولیکو او د کیسې لیکلو او ویلو مهارت زده کړو.

ایرانی لیکوال صادق هدایت وایي: « کیسه ناکامو هیلو ته د رسېدو، یوه د تېښتې لار ده.»

بل دا چې له کیسې او داستان سره ټول انسانان ځانګړې مینه او علاقه لري، نو په کار ده چې غواړو لیکولان شو، باید زیاتره وخت د لیکوالي په کار کې کیسه تر لاس لاندې ولرو او کله چې موږ پر داستان کار کوو، د خپلې کیسې د جذابیت او جالبیت لپاره هڅهکوو، چې په خپل چاپېریال کې موجوده شیانو ته ژور پام او توجه وکړو. دا هم اړینه نه ده چې موږ   سناریوګانې او یا هم د فلمونو داستانونه ولیکو، بلکې د خپل ورځني ژوند واقعات او څه چې زموږ او ستاسو پر وړاندې تېرېږي، هغه را واخلو او د خپل داستان موضوع یې وګرځو. د کیسې په لیکلو کې شاید خپلو نیمګړو هیلو ته هم ورسېږو، داسې ځایونو ته سفر وکړو، چې په واقعي ژوند کې هلته د تلو چانس ونه لرو، له داسې چا سره خبرې وکړو او د خپل زړه درد ورسره شریک کړو چې له هغوئ سره یوه شېبه پاتې کېدل راته د ژوند هومره ارزښت لري.

ماریو بارګاس یوسا وایي: «داستان د ګناهګاره روحونو پناه ځای دی.»

  • بې تکلفه لیکل وکړئ!

ځینې انسانان خپل ټول ژوند په تکلف او مصنوعي بڼه تېروي، د هغوئ د ورځني ژوند حرکتونه هم د نورو انسانانو لپاره ستړي کوونکي وي، نو په ورځني ژوند کې به لا له مجبوریت نه ورسره ګذاره کوې او یا به هم ځان ترې لرې څنګ ته کوي، خو کله چې لیکنه تکلفي  او له طبیعي مسیر څخه لرې وي، لومړی خو دا چې تکلفي لیکنه وړاندې نه ځي او دا حتمي ده، چې په نیمایي کې به پاتې کېږي او که چېرې وهم لیکل شي، نو بې روحه کالبوت ته به ورته وي، چې هېڅوک به هم علاقه او دلچسپي ورسره ونه لري او نه څوک په داسې ستړي کوونکو شیانو او جملو خپل وخت تېروي.

د بې تکلفه لیکنې لپاره یوه ښه لار په تړلو او پټو سترګو لیکل دي. یعنې کله نا کله غوره دا ده چې خپلې سترګې پټې کړو او لیکل وکړو. کله چې په پټو سترګو لیکل کوو، زیات د خپلواکۍ او آزادي احساس کوو، حس کوو چې داخلي نقاد مو سکوت او چوپتیا غوره کړې ده. په تړلو سترګو لیکل لکه مراقبه داسې ده، په دې وخت کې مو ټول تمرکز په هغه څه چې لیکئ یې را ټولېږي. په پټو سترګو، ټولې پرېشانۍ او د حواسو تشتت مو لرې کېږي او یا هم کله د سترګو پټولو پر ځای مو د خونې څراغ خاموش کړئ او په کمپیوټر لیکل وکړئ. په تیاره کې د لیکلو تجربه ډېره عجیبه او غریبه ده. د کلمو د یو ځایوالي په اړه هم باید تشویش ونه کړئ، کله چې سترګې پرانیزئ، خپلې لیکنې ته به حیران شئ او په لیکنه کې مو د فکر نیلی آزاد پرېږدئ.

  • وخت سپما کړئ!

ټول انسانان  د وخت له کمښت او کارونو له ډېرښت څخه شکایت او ګیله کوي او که تاسو هم دا احساس کوئ چې د لیکلو لپاره کافي وخت نه لرئ، نو لیکوال باید تل په دې هڅه کې وي، چې له وخت نه غلا وکړي او تاسو هم باید خپل تصور ته بدلون ورکړئ، د وخت مدیریت په لیکوال د شپې له خوړو نه هم ډېر واجب دی.

مشهور رومان لیکوونکي آنتوني ترالاپ به، په هرو پنځلسو دقیقو کې درې سوه کلمې لیکلې او هغه په همدې معیار او کچې دقیقاً په ورځ کې درې ساعته لیکل کول او هغه هم مخکې له خپلې اصلي دندې او دارې ته تر تګ وړاندې، نوموړی یاد روش د تاریخ په یوه  ډېر کارکوونکي لیکوال بدل کړ.

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس