ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د کمال خان بند د پاتې چارو پیلولو په موخه غونډه کړې ده.
په غونډه کې پرېکړه شوې ده چې ژر به د یاد بند د پاتې چارو د بشپړولو په موخه عملاً لاس په کار شي.
په دغه غونډه کې دغه راز ډاډ ورکړل شوی دی چې اوسنی نظام د ملي پروژو بشپړولو ته ژمن دی او کوم امکانات چې لري د خپل ولس د هوساینې او ښېرازۍ لپاره به یې ونه سپموي.
د یادونې ده چې کمال خان بند د تېر جمهوري نظام پر مهال پرانیستل شو خو د پراختیا په موخه یې ترسره کېدونکي کارونه وځنډېدل چې ا.ا یې د بشپړولو ژمنه کړې ده.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/01/6372568_216_0_1080_486_1920x0_80_0_0_df4bfffbeee86778b46113bbff93a8a9-750x375-1-660x330.jpg)