معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امریکا او ا.ا د چارواکو اړیکې؛ استازي یې یو ځل بیا د خبرو مېز ته کېني

د امریکا او ا.ا د چارواکو اړیکې؛ استازي یې یو ځل بیا د خبرو مېز ته کېني

راتلونکې اونۍ د امریکا او اسلامي امارت استازي په دوحه کې د مذاکراتو نوی پړاو پيلوي.

ګهیځ: نن چهار شنبه د لیندۍ ۳مه په تر لاسه شوي راپورونو کې راغلي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي راتلونکې اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس وېسټ دوحې ته ځي او هلته دافغانستان لپاره د نوي حکومت له چارواکوسره د دوو اونیو لپاره مذاکرات کوي.

ټاکل شوې چې په دې پنځلس ورځنیو مذاکراتو کې پر جلا جلا مسایلو خبرې وشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وایي چې تر ډېره په مذاکراتو کې په افغانستان کې د امریکا پر دایمي ګټو، د پاتې امریکایي وګړو، د هغو افغانانو پر ایستلو چې امریکا ور ته ژمنه ده او همدا راز د افغانستان پر اقتصادي وضعیت به بحثونه کېږي.
ځینې راپورونه دا هم وايي چې، د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادول او د نوي حکومت په رسمیت پېژندل ښايي د افغان لوري لخوا د اجنډا مهم موضوعات وي.

ټاکل شوې چې مذاکرات پنځلس ورځې دوام وکړي، د یادولو وړ ده چې د امریکا له ځانګړي استازي سره به په دغو خبرو کې یو امریکايي پلاوی هم ملتیا کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس