معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان لپاره د مرستو جلبولو نړیواله غونډه جوړېږي

د افغانستان لپاره د مرستو جلبولو نړیواله غونډه جوړېږي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۲۵مه او د مارچ ۱۶مه نېټه ده) تمه ده چې تر دوه اونیو پورې له افغانستان سره د بشري مرستو جلبولو پّ اړه یوه نړیواله غونډه جوړه شي.
دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشر کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې روان بشري ناورین ته اندېښمن دی.
رامیز الکباروف تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه غونډه د مارچ میاشتې پر ۳۱مه په بریتانیا او قطر کې جوړېږي.
الکباروف له نړیوالو هیوادونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي او د دغه هیواد له اړمنو خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “په ۲۰۲۱ کال کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ د خلکو شمېر چې ۱۴ میلیون کسان و په ۲۰۲۲ میلادي کال کې دغه شمېر ۲۳ میلیون کسانو ته زیات شوی دی.”
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان وضعیت دوام د زیاتو خلکو د ځورېدو، د غذايي موادو د کیفیت کمېدو، د خوراکي موادو د کمیت او همدارنګه د ماشومانو، ښځو او خلکو لپاره د روغتیايي ستونزو لامل شوی دی.
د ښاغلي الکباروف د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نلري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس