معماری
خانه / اعلامیه / د ارواښاد محمد اکبر ایازي د مړینې په هکله د ګهیځ اعلامیه

د ارواښاد محمد اکبر ایازي د مړینې په هکله د ګهیځ اعلامیه

په خواشـــــــینۍ ســـره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان وتلی ژورنالیست او ملي رسنیز شخصیت محمد اکبر ایازي د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.

انا لله و انا الیه راجعون

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې په رسنیز ډګر کې د مرحوم محمد اکبر ایازي، خدمتونه او فعالیتونه د افغانستان لپاره بنسټیز او ارزښتناک ګڼي، د نوموړي مړینه د افغانستان د رسنیو ستري کورنۍ او نویو په پښو راغلیو رسنیو ته یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼي.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه همدارنګه د افغانستان د رسنیو ستر کور، د مرحوم ایازي ټولې کورنۍ او په ټوله کې د افغانستان ولس ته د دې ضایعې له امله د زړه له کومي تسلیت وړاندې کوي او په داسې حال کې چې نوموړي ته له الله نه مغفرت او جنت غواړو، کورنۍ او لارویانو ته یې هم د جمیل صبر او اجر غوښتونکي یو.

 

د ګهیځ د رسنیو او نشراتو څانګه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس