معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تاجک – افغان سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا موندلې

تاجک – افغان سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا موندلې

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۵مه او د جولای میاشتې ۱۶مه نېټه ده) تاجکستان وايي، د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه زیاته شوې ده.
د تاجکستان د ګمرکي خدماتو ادارې ویلي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له تاجکستان څخه افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي.
یاده اداره وايې، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په کې ۶ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.
تاجکستان، افغانستان ته سمینټ، سکاره او کرنیز محصولات صادروي.
وروسته له هغې چې ا.ا بیا ځل د افغانستان د حکومت واګی په لاس کې واخېست او د دواړو خواوو اړیکې هم ډېرې ښې نه دي خو تاجکستان افغانستاان ته د برښنا صادرات نه دي درولي.
دا هېواد افغانستان ته د ورځې شاوخوا ۹ میلیون کیلو واټه برښنا صادروي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس