معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې پنځه مخابراتي سایټونه جوړ شوي

بدخشان کې پنځه مخابراتي سایټونه جوړ شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسؤولینو خبر ورکړی، چې د بدخشان ولایت په ګڼو ولسوالیو کې مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه پنځه مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.

د خبر پر بنسټ، دغه مخابراتي سایټونه د بدخشان په مرکز او د دغه ولایت په وردوج، یفتل، شغنان ولسوالیو او همدارنګه د کوچني پامیر او لوی پامیر سیمو کې د مخابراتي ستونزو د حل او خلکو ته د باکېفیته انټرنټي او مکالماتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوي دي.

خبر زیاتوي، د یاد ولایت په درایم، وردوج، نیشکان، یاوان او خواهان ولسوالیو کې یو شمېر غیر فعال مخابراتي سایټونه بیا رغول شوي، چې اوس په عادي ډول خلکو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس