معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امر بالمعروف وزارت: د ږیرې نه درلودو په تړاو مو د چا د کار مخنیوی نه دی کړی

امر بالمعروف وزارت: د ږیرې نه درلودو په تړاو مو د چا د کار مخنیوی نه دی کړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۹مه او د مارچ ۲۹مه نېټه ده) د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، د دولتي ادارو کارکوونکو ته یې د ږیرې د پرېښودلو، لمانځه کولو یوازې سپارښتنه کړې او په دې اړه یې زور نه دی کارولی.
دغه وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې میاشت وړاندې یې ټولو دولتي ادارو ته مکتوبونه لیږلي و، څو ښځې اداراو ته د راتګ پر مهال حجاب وکړي او نارینه خپل صورت او سیرت په شریعت برابر کړي.
وزارت وايي چې هغه مهال یې له یوې میاشتني ځنډ وروسته د تعقیب خبر هم ورکړی و. د دوی په وینا هغه کارکوونکي چې مکتوب ته یې نظر نه و کړی، د څو دقیقو لپاره درول شوي او سپارښتنه ور ته شوې.
دغه وزارت دا خبره وروسته له هغې کوی، چې پرون یو شمېر دولتي کارکوونکو رسنیو ته وویل، چې کار ته د راتګ په صورت کې باید ږیرې پرېږدي او له لنګوټې او افغاني جامې ولري.
د امر بالمعروف وزارت ویاند، محمد صادق عاکف هم په یوه مرکه کې ویلي، چې دوی د چا د کار مخنیوی نه کوي او په خبره یې یوازې سپارښتنه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس