معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان چارواکو د بانکي ستونزو پر سر له چیني سوداګرو سره خبرې کړي دي

افغان چارواکو د بانکي ستونزو پر سر له چیني سوداګرو سره خبرې کړي دي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان درېیمه او د جولای میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د افغانستان بانک چارواکو په کابل کې له یوشمېر چیني سوداګرو سره لیدلي.
بانګ پر خپل ټویټر پانه لیکي، چې په دې ناسته کې له چین هېواد سره د بانکي ستونزو په برخه کې د یوې حل لارې موندل او په افغانستان کې چیني سوداګرو ته د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په موخه بحثونه شوي دي.
د افغانستان بانک په خبره، دواړو خواوو د صاداراتو او دغه شان د ښو بانکي اړیکو د رغولو په موخه د دغه ډول ناستو پر دوام ټینګار کړی.
له کله نه چې ا.ا په ټول افغانستان واکمن شو چین یو له هغه هېوادونو څخه و چې خپلې سوداګریزې اړیکي یې له نوي افغان حکومت سره وساتلې.
دغه هېواد په ورستیو کې یې په زرګونه ټنه جلغوزي او نورې وچې مېوې د هوايي دهیلز له لارې دغه هېواد ته صادرې او له هغه خوا هم افغان سوداګر ځیني توکي وارد کړي چې د راپورنو پر بنسټ دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس