معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان بانک لس میلیونه ډالر لیلاموي

افغانستان بانک لس میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي، د دغه هیواد د بانکي نظام فعالیتونه به ډېر ژر عادي حالت ته ور وګرځي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو «ثبات» به وساتل شي.

د افغانستان بانک داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه تر ټولو ټيټي کچې ته رسېدلې ده.

یاد بانک نن دوشنبه د لړم په ۲۴مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د پولي سیاست پلي کېدا ته ژمن دي او ټاکل شوې په دې برخه کې یو لړ چارې هم سر ته ورسوي.

د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د یادو هڅو په لړ کې به سبا سې شنبه اسعار لیلام کړي.

ورته مهال باختر دولتي خبري آژانس ویلي چې سبا به د افغانستان بانک ۱۰ میلیون ډالر په بازار کې وپلوري.

د افغانستان بانک د یاد کار موخه د اسعارو په بازار کې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ثابت پاتې کېدل بللي دي.

د راپورونو له مخې په روانه اونۍ کې یو امریکايي ډالر په افغانستان کې له ۹۳ تر ۹۵ افغانیو پورې رسېدلی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس