معماری
خانه / ژورنالیزم / د خبریالانو ټولنې ډېرې خو ستونزې هم ترې کمې نه دي!
AZIZI

د خبریالانو ټولنې ډېرې خو ستونزې هم ترې کمې نه دي!

 

د ګهیځ ټولنې د اجرايي کمیسیون غړی نعمت الله عزیزي

خبریالان چې د ټولنې سترګې بلل کېږي د معلوماتو ترلاسه کولو او رسولو لپاره ډېر خطرونه مني، د جګړو ډګرونو ته ځي، په فساد کې د ښکېلو لوریو راپور ورکوي، زورواکي، چارواکي، د قانون خلاف فعالیت کوونکي ترې وېره لري او په ټولنه کې ډېر هغه څه چې خلک یې نه ویني د دوی له سترګو پټ نه پاتې کېږي، همدارنګه خلک، دولت او آن د دولتونو مخالفې ډلې یې، ځکه قدر کوي چې د دوی معلومات پر وخت نشـر کړي. خو دلته په افغانستان کې ډېر کله د امنیتي ځواکونو له لوري وهل کېږي، وسایل یې ماتېږي، خلک ورسره لازمه همکاري نه کوي، دولتي ادارې ورته په وخت معلومات نه ورکوي، زورواکي یې په مرګ ګواښي او ځینې وختونه د دولت مخالفان ورباندې مرګوني بریدونه کوي. دې حالت په افغانستان کې د رسنيزو کارکوونکو او خبریالانو ژوند تریخ کړی دی.

سره له دې چې په افغانستان کې د خبریالانو څخه د ملاتړ شاوخوا ۲۰ ټولنې فعالیت لري او څو کاله وړاندې “معلوماتو ته د لاسرسي قانون” هم جوړ شو، خو لا هم افغان خبریالان معلوماتو ته په وخت لاسرسی نه لري، له اقتصادي پلوه په ستونزو کې ګیر دي او په ادارو کې ورسره مناسب چلند نه کېږي.

د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون غړی او د نی یا آزادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ مشـر مجیب خلوتګر وايي: “د ژورنالیستانو شاوخوا ۲۰ ټولنې فعالې دي او د رسنیو د لا پرمختګ لپاره کار کوي او له کومو ستونزو سره چې افغان رسنۍ لاس او ګرېوان دي ورته د حل لاره پیدا کوي.”

د خبریالانو لویې ستونزې!

د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون غړی او د نی یا آزادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ مشـر مجیب خلوتګر باور لري چې د افغانستان رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو تر ټولو لویه ستونزه نا امني ده چې هره ورځ له خبریالانو قرباني اخلي او ځینو رسنیو په هېواد کې د نا امنیو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

ښاغلی خلوتګر بله لویه ستونزه مالي ګڼي او په باور یې اوس مهال د مالي آسانتیاوو د کمښت له امله ځینو رسنیو خپل کارکوونکي، او پروګرامونه کم کړي دي او له ۲۰۱۴ زیږدیز کال راهېسې ۲۰۰ رسنیو، خبري آژانسونو او آنلاین رسنیو خپل فعالیتونه د مالي امکاناتو د نه شتون له امله درولي دي.

ښاغلی خلوتګر د خبریالانو او رسنیو د ستونزو په دوام زیاتوي چې معلوماتو ته نه لاسرسی، د رسنیزو ادارو په دننه کې د قوانینو نه پلي کېدل او ځینې خبریالان له خپلو قانوني حقونو بې برخې کېدل د خبریالانو سترې ستونزې دي.

د نی بنسټ مشـر باور لري سره له دې چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په دوهمه ورځ د ولسمشـر له خوا توشیح شوی دی، خو د پخواني حکومت په پرتله په ملي یووالي حکومت کې معلوماتو ته د لاسرسي ستونزې ډېرې شوې دي.

د افغان ژورنالیستانو د شورا مشـر حفیظ بارکزی د خبریالانو د ستونزو په هکله بیا وايي: “له نېکمرغه موږ معلوماتو ته د لاسرسي قانون لرو خو له بده مرغه نه عملي کېږي” نوموړی زیاتوي، ژورنالیستان له ډېرو ستونزو سره مخ دي په ځانګړي ډول د ولایتونو په کچه او یوازینۍ ستونزه په دې برخه کې دولت دی چې حاضر نه دی په وخت معلومات ورکړي خبریالان سرګردان دي او په وخت اطلاعات نه شي ترلاسه کولای، ځکه چې ځینې ویاندویان غیر مسلکي دي.

ښاغلی بارکزی همدارنګه باور لري چې بله ستونزه اقتصادي ده چې باید دولت له رسنیو سره بې توپیره چلند وکړي او بله مهمه موضوع د خبریالانو مصؤونیت دی چې افغانستان په ۱۹۴۸ زیږدیز کال یو پروتوکول لاسلیک کړی دی چې په هغې کې ۱۵۹ هېوادونه شتون لري چې پر بنسټ یې دولت مکلف دی چې د خبریالانو خوندیتوب تأمین کړي، خو لا تر اوسه څه نه دي شوي.

د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې امنیتي ستونزې په داسې مهال کې ستر خنډ بلل کېږي چې په روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د تېر ۲۰۱۷ په پرتله د وژل شویو خبریالانو شمېرې لوړې شوې دي.

د نی یا آزادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ د تېر ۲۰۱۷ کال په راپور کې د ۲۱ تنو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د مړینې او ۴۱ د ټپي کېدو او له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د ۱۶۷ قضیو خبره شوې وه، په داسې حال کې چې یوازې د روان لمریز کال د غويي په میاشت کې په وسله والو بریدونو او چاودنو کې ۱۱ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

له بلې خوا د ۲۰۱۸ زیږدیز کال لومړۍ شپږ میاشتې د افغان خبریالانو او رسنیو لپاره تر ټولو خونړۍ موده ګڼل شوې ده، او “د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې” د راپور پر بنسټ په دې موده کې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۹ پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې یې ۱۱ مورده  وژنو پېښې دي چې هم د شدت او هم د شمېر له مخې بې مخینې دي.

د خبریالانو ټولنو څه کړي دي؟

د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون غړی او د نی بنسټ مشـر مجیب خلوتګر باور لري چې د خبریالانو ټولنې خپل کارونه ترسره کوي، خو په اند یې دا ستونزې دومره ډېرې دي چې دا ټولنې یې نه شي کابو کولای او د دوی له مهارتونو او وړتیاوو دا ستونزې ډېرې زیاتې دي.

ښاغلی خلوتګر وايي ځینې کارونه ترسره شوي دي او د ولسمشـر د دوهم مرستیال په مشـرۍ یوه ګډه کمیټه هم جوړه شوې ده چې د خبریالانو دوسیې څېړي، د دوی لپاره وجهي صندوق جوړوي او د خبریالانو لپاره امن ځایونه رامنځته کوي. د آزادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ مشـر باور څرګندوي چې ستونزې ‌ډېرې دي، خو که دا ټولنې نه وای دا ستونزې به څو برابره زیاتې وي.

د افغان ژورنالیستانو د شورا مشـر حفیظ بارکزی په دې هکله بیا وايي چې باید هر څوک خپل ځواب ورکړي، خو د افغان ژورنالیستانو د شورا د مشـر په توګه ویلای شي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د قانون، اصولو او شورا د غوښتنو مطابق کارونه ترسره کړي دي هغه که د ژورنالیستانو له حقوقو دفاع ده او که د وړتیاوو لوړول دي.

خبریالان څه وايي؟:

د تمدن خصوصي ټلویزیون د پښتو برخې مسؤول شفیق وردګ وايي: که څه هم ټولنو فعالیتونه پیل کړي دي او نومونه یې شته دي، خو د ژورنالیستانو لپاره یې داسې کوم کار نه دی کړی چې حقوق یې لاسته راوړي. نوموړی زیاتوي په خصوصي رسنیو کې د خبریالانو هېڅ قدر او عزت نشته، معاشونه یې نه ورکول کېږي، بې دلیله له دندو ګوښه کېږي، خو د خبریالانو ټولنو د دې لپاره هېڅ کار نه دی کړی. ښاغلی وردګ باور لري چې د خبریالانو د ټولنو نوم شته خو عمل یې بیا په هېڅ حساب دی.

دغه افغان خبریال په دې اند دی چې د دې ټولنو شعارونه او موخې لوړې، ښې او پراخې دي، خو په عمل کې یې بیا داسې څه نه دي کړي چې خبریالان خپل حقونه ترلاسه کړي او شکایتونو ته یې رسیدنه وشي.

د تمدن خصوصي ټلویزیون د پښتو برخې مسؤول له ټولنو غوښتنه کوي چې باید خپل شعارونه په عمل کې ثابت کړي او هغه موخې چې د خپل کار لپاره یې ټاکلي (د خبریالانو حقوق لاسته راوړل) ورته د رسېدو هڅې وشي.

د بي بي سي راډیو خبریال نورګل شفق سره له دې چې د ټولنو د فعالیتونو په هکله نه غواړي څه ووايي خو څرګندوي چې اوس مهال په افغانستان کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې معلوماتو ته په وخت نه لاسرسی، د معلوماتو لاسته راوړلو لپاره په ځینو ادارو کې مکتوب غوښتل، خبریالانو ته وخت نه ورکول، د خبریالانو د سر نه خوندیتوب او په ځینو رسنیزو ادارو کې د ستونزو سره د مخ کېدو په مهال د خبریالانو څخه هېڅ ډول ملاتړ او بیمې نه شتون سترې ستونزې دي.

ښاغلی شفق، خبریالانو پورې اړوندو موضوعاتو ته هم اشاره کوي چې په وینا یې دا چې رسنۍ ډېرې شوې دي نو ځینو غیر مسلکي او یا په کافي ډول د مسلک څخه نا خبر خلک په رسنیو کې کار کوي، ډېر کله خبریالان محرم معلومات خپروي او یا یې د لاسته راوړلو هڅه کوي، د ځینو محرمو ځایونو څخه راپور ورکوي چې په مسلکي لحاظ هم ستونزې لري او همدارنګه له خپل موقف څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي چې په وینا یې د یو وزارت ویاند ورته د ځینو خبریالانو د ناوړو غوښتنو یادونه کړې چې ګواکې د ځینو خلکو په مقررولو کې یې ور څخه مرسته غوښتې ده.

په لنډو ویلای شو په داسې حال کې چې د ۲۰ په شاوخوا کې د خبریالانو ټولنې شتون لري او فعالیت کوي خو هغه څه چې خبریالان یې تمه لري لا هم نه دي ترسره شوي، همدارنګه افغان ژورنالیستان د نا امنۍ، معلوماتو ته د نه لاسرسي، په ادارو کې د نا مناسب چلند او ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې باید د خبریالانو ټولنې په دې برخه کې جدي کار وکړي.

قالب وردپرس