معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / IOM وايي د مرستې رسونې بهیر کې ور ته د چا لاسوهنه د منلو نه ده

IOM وايي د مرستې رسونې بهیر کې ور ته د چا لاسوهنه د منلو نه ده

د کډوالو نړیوال سازمان یا IOM وایي په افغانستان کې په خپلو چارو کې د چا لاسوهنې نه مني.

په افغانستان کې د یادې ادارې چارواکو ویلي، چې دوی له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي، په دې لټه کې دي چې خپلې مرستې پراخې او تر لا ډېرو اړمنو ورسوي.

IOM وایي دوی په افغانستان کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي خو د چا فرمایشونه او لاسوهنه کولی شي دغه بهیر زیانمن کړي، نو له همدې کبله پر ټولو اړخونو غږ کوي چې د یاد سازمان کار کوونکو ته د خپلو فعالیتونو اجازه ورکړي.

که څه هم د کډوالۍ نړیوالې ادارې دا نه دي ویلي چې څوک یې په چارو کې مداخله کوي خو وایي، دوی هڅه کوي تر څو اړمنو کسانو ته خپلې مرستې ورسوي او دا یې مهمه موخه ده. یادې ادارې ویلي د مرستو د ډېرولو او پراختیا تکل لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس