معماری
خانه / ادب و هنر / د ټولنې په پرمختګ کې د ادب ونډه

د ټولنې په پرمختګ کې د ادب ونډه

لیکوال: د کابل پوهنتون د ادبیاتو استاد اجمل ښکلى

د ادب په لوست کې لومړى له دې پوښتنې سره مخ کېږو، چې ادب د ټولنې په پرمختګ کې څنګه او څومره لاس لري؟ ادبپوهنه دې پوښتنې ته ځواب وايي، چې ادب د ښکلاييز ذوق په لوړولو، افراد متمدنوي. د ادب په لوست سره د ژوند په اړه فکر کولو ته هڅېږي او خپلو تېروتنو ته مو متوجه کېږي. په ټوله کې ادب موږ ته ژوند معرفي کوي.

خو د ژوند د راپېژندلو دنده پر ادب سربېره نور هنرونه او تاريخ، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، فلسفه، مذهب او ساينس هم ترسروي. ادب په دې دنده کې يواځې نه دى او نه پر دې نورو کومه برتري لري، نه يې دا نور په ادب لري. په ټولنيز پرمختګ کې د ادب ونډې ته د احساساتو پر ځاى له علمي زاويې کتل پکار دي.

زموږ د ټولنيز توليد لويه برخه ادب جوړوي، ځکه د ادب ايجاد نه د ساينسي تجربو غوندې لابراتوار غواړي، نه د نورو هنرونو غوندې بېل وسايل او نه د فلسفې هر اړخيزه مطالعه. لويه خبره دا ده، چې د ادب ډېر توليد موږ ته د يوه دود په بڼه راپاتې دى او د فلسفې غوندې پکې له سخت مذهبي چلن سره نه مخ کېږي؛ خو بيا هم موږ د ادب په اړه نېکبينه نه يو، ځکه چې په سترګو وينو، چې د شاعرانو مزاحمتي شعرونه او د ليکوالو کيسې د ټولنې په بدلون کې انګېرېدونکې ونډه نه لري. ښايي، يو علت زموږ په ټولنه کې د معياري ادب د توليد کمښت هم وي؛ خو نور علتونه يې ډېر ښکاره دي.

موږ وينو، چې هره ورځ مو لسګونه وګړي د افراطيت قرباني کېږي، په خاوره مو ګاونډيان بلوسه کوي، ادارې مو له رشوتونو ډکې دي او اقتصاد مو کمزورى دى؛ خو شعرونه او کيسې راسره له دې حالته په راوتو کې مرسته نه کوي، ځکه نو داسي انګېرو، چې تر پياوړي ادب پياوړي اقتصاد او سياست ته ډېر اړ يو. همدا لامل دى، چې له ادبي توليد سره سره پر ادبياتو باور نه لرو، چې په ټولنيز بدلون او پرمختګ کې به راسره مرسته وکړي.

د ټولنيز پرمختګ دنده د ټولو علومو او هنرونو په غاړه ده. ساينس د خويونو او چلندونو د بدلون پر ځاى د خلکو په فزيکي ژوند کې آسانتيا راولي، ځکه نو د افرادو د ټولنيز ذهنيت بدلون د ټولنيزو علومو او هنرونو مسؤوليت دى. تاريخ مو د تېرو تمدنونو د عروج او زوال د لاملونه په ښوولو او د افرادو د هر لوى او وړوکي چلن په بيانولو سره د ټولنيز ژوند نيمګړتياوو او ښېګڼو ته متوجه کوي، چې له مذهبه څنګه استفاده پکار ده او د پخوانو خلکو کوم چلن کومه پايله لرله. فلسفه د خپل کلچر په اړه د نيوکې مستدله وړتيا راکوي او ارواپوهنه مو د افرادو په چلندونو کې د دوى په رواني غوښتنو پوه کوي.

دا ټولې چارې د ټولنيز بدلون او پرمختګ نښې دي؛ خو دا چارې هله نقش لري، چې سره همکار او مرستندوى وي. تاريخ که له ارواپوهنې سره همکار نه وي يا فلسفه له ادب سره همکاره نه وي، د ټولنيز پرمختګ وجود معيوب وي. د معيوب بدن فعاليتونه هم نيمګړي وي. دلته همکاري د همغږۍ معنا نه لري، بلکې له اختلاف سره به د يو بل همکار وي.

په ټولنه کې چې د طبيعي او ټولنيزو پوهنو او هنرونو د توليد ترمنځ انډول نه وي او يو اړخ ډېر بارز وي، نو د ټولنيز پرمختګ ټول مسؤوليت د هغه يوه اړخ پر وليو بار شي. موږ دا ټول مسؤوليت د ادب غاړې ته وراچولى دى، ځکه د مؤثرو تاريخونو، فلسفې، ارواپوهنې او هنرونو توليد مو په نشت حساب دى؛ خو ادب چې دا بار نه شي وړاى، په ټولنيز پرمختګ کې يې پر نقش باندې شکمن يو.

موږ چې ډېر لوستي نه لرو، علمي توليدات مو په نشت حساب دي. ساينسي او ټولنيز علمي توليدات د هېواد د سياست او اقتصاد په پياوړتيا کې نقش لري.

د طبيعي او ټولنيزو پوهنو او هنرونو ترکيب ته فرهنګ وايي. موږ هله د پياوړي فرهنګ څښتنېداى شو، چې د دې کل دا ټول اجزا لاس په لاس مخکې لاړ شي. بيا چې موږ د عالي فرهنګ خاوندان شو، له اقتصادي پلوه هم خپل هېواد پياوړى کولاى شو او ښه سياستوال هم پيدا کولاى شو، چې زموږ د فرهنګ د پياوړتيا او ټولنيز پرمختګ غم وخوري.

اوس پوه شو، چې ټولنيز پرمختګ په فرهنګي پياوړتيا پورې تړلى دى؛ خو اديب د فرهنګ په پياوړتيا کې تر هغې پورې مؤثر نقش نه شي ترسرولاى، چې مورخ، مفکر، بل هنروال (انځورګر، او…)، ارواپوه، ساينسپوه، مذهبي عالم او نور ورسره نه وي.

کله چې موږ په يوه علم يا هنر پورې ټولې هيلې وتړو او هغه دا دنده مؤثره ترسره نه کړاى شو، نو پر وجود يې شکمن شو او چې شکمن شو، د دې علم يا هنر او ټولنيز بدلون ترمنځ درز پيدا شي. موږ چې اوس د شعر و نثر د اړتيا په اړه زړه نازړه يو، لامل يې همدا دى، چې موږ نور توليدات ډېر نه کوو. په دې طريقه د فرهنګ د دې جز توليد هم له رکود سره مخ شي او د ټولنيز پرمختګ په نشت سره ټولنه ځاى پرځاى ودرېږي. داسې ټولنې ټولنيزو تحولاتو ته غاړه نه ږدي او پر وړاندې یې غبرګون ښيي.

کله داسې هم وشي، چې په ټولنه کې همدې يوې برخې په ډېر توليد سره ټولنه په يوه اړخ کږه شي. د شاعرۍ په ډېر توليد سره ښايي افراد احساساتي شي.

په درېيمه نړۍ کې د طبيعي او ټولنيزو علومو او هنرونو کمښت او پر علومو او هنرونو د مذهب تر حده زيات تسلط يا يواځې د مذهبي فکر او آثارو توليد خلک مذهبي افراطيت ته هڅولي او له ټولنيز پرمختګه يې راګرځولي دي. که په دې نورو برخو کې هم موازي توليد پيل شي، خلک به له فرهنګي پلوه پياوړي شي او ټولنيز بدلون ته به ښه راغلاست ووايي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس