کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۰مه نېټه): د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د ترکيې هېواد په بلنه تېره ورځ ناوخته یاد هېواد ته روان شو. یادې ادارې ویلي، چې نوموړی به په دغه سفر کې د رېل پټلۍ د نړیوالې اتحادیې د منځني ختیځ څانگې په …
Read More »زابل کې د ۳ لکه ۶۳ زره ډالرو په ارزښت استنادي دېوال جوړیږي
کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۰مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل ترنک سیندیزې حوزې رییس ویلي، چې شهري صفا او شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ سوه متره په اوږدوالي استنادي دېوالونه جوړیږي، چې لګښت یې د AFO موسسې له لوري ورکول کیږي. د خبر له …
Read More »په تېر یوه شپه_ورځ هېواد کې د سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي
کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه): د راپورونو له مخې طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند ويلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پکتیا، پکتیکا، مېدان وردګو او خوست ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله درې تنه مړه او یو بل تن ټپي شوی دی. د نوموړي …
Read More »فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله اوو تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې
کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه): د راپورونو له مخې د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یو فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. د فاریاب ولایت د ټرافیکو ریاست د حوادثو مدیر احمد …
Read More »ترکیه او مصر د یو بل هېوادونو ته سفیران لېږي
کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه): د راپورونو له مخې د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي او د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان موافقه کړې، چې ژر د خپلو ډيپلوماټيکو اړيکو کچه لوړه کړي او يو بل ته …
Read More »غزني کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت د یوه دارالعلوم د جوړولو چارې پیل شوې
کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزني ناوې ولسوالۍ په ملک دین سیمه کې د سعد ابن ابي وقاص په نامه د دارالعلوم چارې تېر کال د خلکو په شخصي لګښت پیل شوې، چې شاوخوا لس میلیونه ډالر به لګښت ورباندي …
Read More »ایران سره پر پوله جګړه؛ د چا ګټه د چا تاوان؟
د روانې اونۍ په پیل کې په داسې حال کې چې اسلامي نړۍ د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دوه نوماندانو مبارزو ته ځېر وه، په ناڅاپي ډول په نیمروز ولایت کې له ایران سره په ګډه پوله د دواړو هېوادو پوله ساتونکي سره ونښتل او خبره بیا دومره …
Read More »امریکا کې د ډزو یوه پېښه کې نهه تنه ټپيان شوي
کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه): د امریکایي رسنیو د خبر له مخې د امریکا د فلوریډا ایالت په یوې ساحلي سیمه کې د ډزو یوې پېښه کې لږ تر لږه نهه تنه ټپیان شوي دي. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په وینا، پېښه تېر ماښام شوې ده. آژانس …
Read More »د پاکستان له زندانونو سلګونه نور افغان بندیان خوشي کیږي
کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه): د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي، تر راتلونکو دوو میاشتو به له ۲۹۰ ډېر افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې پراته دي، خوشې شي. د یادې کونسلګرۍ مسوولین زیاتوي، پاکستان کې …
Read More »روان کال کابل کې ۱۵۰ پروژې پلې کیږي
کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه): د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، روان لمریز کال به د پنځه میلیارده او دوه سوه څلوېښت مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پروژې چې ۸۵ یې د سړکونو د رغولو په برخه کې دي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالي زیاتوي، په …
Read More »