معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / ایران سره پر پوله جګړه؛ د چا ګټه د چا تاوان؟

ایران سره پر پوله جګړه؛ د چا ګټه د چا تاوان؟

د روانې اونۍ په پیل کې په داسې حال کې چې اسلامي نړۍ د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دوه نوماندانو مبارزو ته ځېر وه، په ناڅاپي ډول په نیمروز ولایت کې له ایران سره په ګډه پوله د دواړو هېوادو پوله ساتونکي سره ونښتل او خبره بیا دومره لویه شوه چې تر څو د دواړو هېوادو مسؤولو جهتونو د جګړې د درولو هڅې کولې بیا پنځه کسه ایراني عسکر او یو کس هم زمونږ له لورې وژل شوی او ګڼ کسان نور ټپیان شول.
پر دې سربېره د ایراني ځواکونو توپچي ځواک بیا نه یوازې پر پوله پرتې سیمې چې آن د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار هم تر ډزو لاندې ونیول او ښاریان یې په سخته توګه ووېرول.
دا په داسې حال کې ده چې نژدې درې میاشتې وړاندې هم په ګډه پوله د افغاني او ایراني پوله ساتونکو تر میځ نښته شوې وه چې هلته هم دواړو لوریو پر یوبل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې وې او تلفات یې هم له ځان سره درلودل.
د ګاونډیو هېوادونو تر منځ پر ګډه پوله کله ناکله ستونزې پېښېږي خو ډېر کم داسې پېښېږي چې خبره دې د دواړو هېوادو د پوله ساتونکو تر وژل کېدو ورسېږي او شخړه دې بیا دومره لویه شي چې دواړه لوري دې د یو بل ښارونه د توپ خانې او درنو وسلو تر ړندو ډزو لاندې ونیسي او خبره دې بیا د دواړو اړخونو د ځواکونو تر مرګ ژوبلې پورې ورسېږي.
له بده مرغه د افغانستان سره د ګډې پولې درلودونکیو شپږو هېوادو څخه دوه هېواده( ایران او پاکستان) داسې دي چې تل یې په افغانستان کې د جګړې اور ته هم پکه وهلې او د افغانستان په چارو کې له پټو لاسوهنو نیولې بیا پر ګډه پوله تر تیري پورې، له هېڅ ډول مداخلې څخه هم ډډه نه کوي.
که د دغه مداخلو او لاسوهنو تاریخ راوسپړو حتمي به یې سپړل او څېړل د دې کرښو له توان څخه بهر وي، خو که یوازې د هغه چلند یادونه هم وکړو چې د دغه دواړو ګاونډیو، مسلمانو او وروڼو !!! هېوادو پوله ساتونکي ځواکونه یې له خوارو او مظلومو افغان کډوالو سره ترسره کوي، په یقین چې د تاریخ یو تور او کرغېړن باب ترې جوړیدای شي.
په تېرو اونیو کې چې کله ایراني ولسمشر او ورسره لوړ پوړیو دولتي چارواکیو د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان له خوار او وروسته پرېښودل شوي ولایت څخه لیدنه درلوده، نو د دغه هېواد ولسمشر سید ابراهیم رئیسي بالکل د فلم د یوې تمثیلي صحنې په څېر له هر ډول ډیپلوماتیکو آدابو او د ګاونډیتوب له اخلاقو پرته، افغان لوري ته ګواښ وکړ چې ګواکې د هلمند د سیند له اوبو څخه باید د دوی حق ورکړل شي او وروسته یې بیا ګواښ هم وکړ چې که افغان لوری د هلمند سیند له اوبو څخه د دوی حق ورنکړي نو بیا به د پایلو مسؤول دوی په خپله وي.
په هغه ورځ د ایراني ولسمشر او ورسره د دې هېواد د نورو چارواکو لهجه داسې وه لکه دوی چې د اوبو ستونزې پر سر همدا اوس غواړي پر افغانستان راودانګي او له ټولو هستوګنو سره یې یوځای خام وخوري. پداسې حال کې چې د هلمند په سیند کې او آن په ټوله کې د اوبو د کچې کمښت ایراني لوري ته د کافي اوبو نه ورتګ، یوه فني او تخنیکي ستونزه ده چې د لاسلیک شوي تړون له مخې یې د دواړو هېوادو تخنیکي ټیمونه حل کولای شي او دومره سیاست بازۍ ته پکې اړتیا نه لیدل کېږي.
اوس بیا چې کله په ګډه پوله د افغاني او ایراني ځواکونو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه او د ډزو په پایله کې دوه ایراني پوله ساتونکي ووژل شول، د دغه هېواد چارواکو او پوځي قوماندانانو پرته لدې چې ډیپلوماټیک آداب او عرفونه په پام کې ونیسي په ډېره بې ادبانه لهجه افغانان ټول وګواښل او هغوی ته یې سپکاوی وکړ.
پداسې حال کې چې که ایراني چارواکیو لومړی له هوښیارۍ او تعقل څخه کار اخیستی وای، دا جګړه او انساني تلفات به نه رامنځ ته کېدل او که بیا شخړه رامنځ ته شوې وای هم د دواړو خواوو د اړونده چارواکیو او فني ټیمونو له خوا به په سوله ییزه او آرامه فضا کې حل شوې وای او مرګ ژوبله به نه رامنځ ته کېده.
طبیعي خبره ده چې سرحدي شخړې او ستونزې او همدارنګه د هلمند سیند له اوبو څخه د ایران د خلکو حق، په جګړه او شخړه نه حل کېږي او نه ترلاسه کېږي، غوره ده چې پدې اړه په آرامه فضا کې او په ډیپلوماټیکه ژبه د دواړو هېوادو چارواکي او اړونده مسؤولین سره خبرې وکړې او شخړه سره هواره کړي.
غوره دا ده چې ایراني چارواکي او د دې هېواد پوځي قوماندانان دوه اړخیزه اړیکې، په ګډه پوله د تاوتریخ والي د را ولاړیدو پایلې او د ګاونډیتوب ګڼ نور مسایل په پام کې ولري بیا دې په اړونده مسایلو خوله پرانیزي.
دا هم په پام کې ساتل په کار دي چې د عوامو خبره په جګړه کې حلوا نه ویشل کېږي او خدای مکړه د دواړو هېوادو تر منځ په ګډه پوله د جګړې اور زور اخلي نو پدې صورت کې به څوک ډېر زیان وکړي؟ په جګړه روږدي افغانان که په سوله کې را لوی شوي ایرانیان؟!! “پای”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس