معماری

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه پلاوی او اداره پدې توګه د هېواد د پیاوړي استاذ او ژبپوه، د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد پوهاند احمد شاه “زغم” د مړیني له امله د خپل ژور خفګان مراتب د هغه کورنۍ، شاګردانو او مینه والو ته وړاندې کوي. “انا لله و انا الیه راجعون”
مرحوم دکتور زغم د هېواد او آن د سیمې په کچه یو تکړه لیکوال، څېړونکی، ژورنالیست، ژباړونکی او شاعر ؤ چې ګڼ شاګردان یې روزلي او پراخ علمي خدمات یې ټولنې ته وړاندې کړي دي.
خدای بښلی پوهاند دکتور احمدشاه زغم د حاجي رازمحمد زوی په ۱۳۳۵ کال کې د کابل ولايت د پغمان په ولسوالۍ کې زېږېدلی ؤ چې خپلې لومړنۍ زده کړې د پغمان په ولسوالۍ کې پیل او په ۱۳۵۶ کال کې له نوموړې لېسې فارغ شو.
مرحوم استاد زغم په ۱۳۵۷ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي ته شامل او په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د نوموړي پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شو چې بیا په ۱۳۶۲ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د علمي کادر غړی شو.
خدای بښلي استاد زغم په ۱۳۶۷ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د دکتورا زده‌کړې پای ته ورسولې.
خدای بښلی استاد زغم په ۱۳۸۵ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې آمر وټاکل شو او په ۱۳۹۴ کال کې یې د علمي خدمت مودې تر پوره کولو وروسته د پوهاند علمي رتبه ترلاسه کړه.
نوموړي د خپل علمي خدمت پر مهال ګڼ آثار ټولنې ته وړاندې کړي دي چې ځنې یې ناچاپ او ځینې بیا د چاپ په ګاڼه سمبال شوي دي.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه پداسې حال کې چې خدای بښلي پوهاند دکتور زغم ته د الله تعالی نه جنت الفردوس او د هغه پاتې کورنۍ، شاګردانو او مینه والو ته د زړه صبر او اجر غواړي، د هغه مړینه د افغانستان په علمي او اکاډمیکه ساحه کې یوه لویه او نه جبرانېدونکي تشه ګڼي. روح یې ښاد او جنت یې ځای شه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس