معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان کرکټ لوبډله وایي، نړیوال جام لوبو لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی

افغان کرکټ لوبډله وایي، نړیوال جام لوبو لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې په روان شل اوریز نړیوال جام کې یې خپلو سیالیو ته پوره چمتووالی نیولی دی.

نوموړي دغه جام کې د ښو لوبو د ترسره کولو ډاډ څرګند کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا یا “ICC” پر فېسبوک پاڼې په یوه ژوندۍ خبري ناسته کې راشدخان د خپلې لوبډلې د بشپړ چمتوالي ډاډ وښود او زیاته یې کړه چې اوس په ټورنمنټ کې د مخکې تګ پر ځای په یوې – یوې سیالۍ تمرکز کوي.

د نوموړي په وینا، لوبډلې یې په تېر پنځوس اوریز نړیوال جام کې ډېرې عالي لوبې ترسره کړي، خو دا شل اوریز نړیوال جام دی او دلته هره لوبډله کولای شي چې یو بل ته ماتې ورکړي.

د نوموړي ډېر تاکید په دې و، چې لوبغاړي باید په هره لوبه کې سل سلنه د ښې لوبې کولو کوښښ وکړي او هېڅ لوبډلې ته په کمه سترګه ونه ګوري.

د کرکټ مبصرینو په وینا د اوسنۍ لوبډلې اکثریت لوبغاړو د وېسټ اینډیز د کربین لیګ په بېلابېلو کلونو کې سیالۍ کړي او په دې پوهېږي چې په کوم لوبغالي کې څنګه لوبه وکړي.

افغان لوبډله به د سې شنبې په ورځ د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې خپله لومړۍ سیالي د وېسټ اینډیز د ګایانا په ټاپو کې له یوګاندا لوبډلې سره ترسره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس