معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ۲۲ ټانکره بې کېفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول شول

۲۲ ټانکره بې کېفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې مسؤولینو ویلي، چې د بې‌ کېفیته تېلو ۲۲ ټانکرونه یې بېرته ایران ته ورګرځولي دي.

د یادې ادارې په خبره دغه ټیټ کېفیت لرونکي ټانکرونه د فراه د ابو نصر فراهي بندر له لارې ایران ته ګرځول شوي دي.

دغه رار د سټنډرډ ملي ادارې مسؤولینو له سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته دې د بې‌ کېفيته توکو د داخلېدو مخه ونيسي، که نه د دوی په وینا له قانوني چلند سره به مخ شي.

تر دې وړاندې هم سلګونه تېل وړونکي ټانکرونه د خراب کېفیت له امله د افغانستان له پولو ایران ته راستانه شوي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې د شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د نیمروز او فراه له بندرونو څخه د تېلو د ټیټ کېفیت ۲۴۳ ټانکرونه ایران ته راستانه شوي دي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس