معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / کونړي ځوانان په یاد ولایت او ننګرهار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په اداره کې له فساد نه سرټکوي

کونړي ځوانان په یاد ولایت او ننګرهار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په اداره کې له فساد نه سرټکوي

کونړي ځوانان په یاد ولایت او ننګرهار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په اداره کې له فساد نه سرټکوي
راپور: سپين غر
پداسې حال کې چې په کونړ ولایت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره له شتون سره د کمپیوټري آزموینې د اخیستو مرکز نه لري او دم ګړۍ کمپیوټري آزموینه په ننګرهار کې اخیستل کېږي، د کونړ يو شمېر ځوانان په دغه پروسه کې د ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې شکايت لري او دغه اداره په فساد تورونوي.
د کونړ یو ځوان د خپل نوم نه ښودلو په شرط د کمپیوټري آزموینې په پروسه کې د فساد په اړه وایي: “په ننګرهار کې هغه څوک کاميابيږي چې د کوم صيب خپلوان وي، يا واسطه ولري، زيات هغه کسان بريالي کېږي چې يا مدني فعالان وي، د ملي ثبات ټولنې غړیتوب یا ورسره اړيکې ولري.”
نوموړی زياتوي چې زيات وخت د پېسو او زور په مټ داسې هم کېږي چې په آزموينه کې د ګډون کوونکي اصلي کس پرځای بل کس آزموينه ورکوي.
دغه ځوان دا هم وایي چې يو وخت رئيس په خپله په دې اعتراف کړی ؤ چې د کمپيوټري آزموينې په برخه کې درغلي شونې ده.
د کونړ د چنار ډبې سیمې اوسېدونکی، نجيب الله چې دوه ځله يې په دغه برخه کې کمپيوټري آزموينه ورکړې،موږ ته وایي چې: “کله چې موږ آزموينې ته لاړو نو هلته ټول يوه کس ته نېږدې نېږدې کېدل او خواخوږي يې ورسره کوله، چې په پای کې بيا هماغه کس کامياب شو، نو ښکاره ده چې له هغې سره له مخکې جوړ جاړی شوی ؤ.”
يو بل تن چې ځان د عبدالرحمن په مستعار نوم راپېژني وايي: “ما چې کله دلته يوه بست ته ځان کانديد کړی ؤ،نو د بايوميتريک په ورځ يو ملګري راته يو کس راوست او راته يې وويل چې لدې سره جوړ جاړی وکړه چې کامياب شې، هغه له مانه لومړۍ د دوه زره ډالرو غوښتنه درلوده، کله چې ما انکار وکړ بیا یې د زر ډالرو غوښتنه وکړه څو کامياب مې کړي، خو دا چې پیسې مې نه درلودې نو پاتې شوم. ”
د هغه په وینا ياد کسان د کونړ نه ښکارېدل او شايد د آزموينې په پلاوي کې به راغلي وو او يا بله کومه کيسه وه.
خو په ورته وخت کې بیا د ننګرهار د اداري اصلاحاتواو ملکي خدمتونو ادارې رئيس استاد هجرت الله اختيار دغه تورونه نه مني او زياتوي: “د اصلاحات اداري په پروسه کې نه د ملي ثبات ټولنه او نه هم مدني فعالان کوم امتياز لري، او دا کومې اداعاوې چې په دې اړه شوې ،هغه کسان زموږ له لوري ندي ګومارل شوي، زموږ اداره د طرزالعمل مطابق بست اعلانوي، د دندو د لايحې مطابق کسان شارټ لېست کېږي او بيا کمپيوټري آزموينه اخيستل کېږي، چې سمدستي کانديد ته خپلې نومرې ښکاروي.”
د کونړ د مرکز يو بل اوسېدونکی، اصف ننګ بيا پدې اړه د خپلو سترګو ليدلی حال داسې بیانوي: “په دې آزمویني گډونوال ته چې کوم ايډي کارډ ورکول کېږي د هغې یوزر نوم او پاسورډ له دغې ادارې سره هم شته او ما ډېر داسې کسان ليدلي چې کامياب شوي، خو په سيالۍ کې ورسره ولاړ لايقه او وړ کسان ناکام شوي دي.”
د ننګرهار ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مشر ښاغلی هجرت الله اختيار بيا دغه ستونزه نه مني او زياتوي: “زموږ يوزيرونه کابل کې جوړېږي او د آزموينې په ورځ يې موږ ته راليږي، د سوالونو له بانک څخه د پوښتنو انتخاب هم د دندو د لايحې مطابق د تعيناتو د بورډ او د سوالونو د تدوين د رياست له خوا د يوه فورمول په توګه د کمپیوټر په وسیله ترسره کېږي. ”
د کونړ د چنار ډبې کلي اوسېدونکی، نجيب الله چې څو وار يې د اداري اصلاحاتو په اداره کې کمپيوټري آزموينه ورکړې،وايي: “يو خو په کمپيوټري آزموينه کې په بېلابېلو ډولونو فساد او ظلم کېږي، هلته هغه څوک بريالی کېدای شي چې زور او زر ولري.”
دی زیاتوي چې که کوم کس له پنځه ويشت نومرو پورته يوسي، بيا دلته په کونړ کې ترې تقريري آزموينه اخيستل کېږي خو دلته هم له هغه کس سره چې د مقررۍ لپاره ټارګيټ شوي وي، زیاته همکاري کېږي.
خو د کونړ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې د یوه تن غړي، مسيح الله وياړ په وېنا چې دوی په تقريري آزموينه کې يوازې د ناظر په توګه ګډون کوي، نور د اړوندې ادارې کار دی.
بل خوا ځينې سرچینې د خپل هویت نه څرګندولو په شرط وایي چې يوه کونړي ځوان کابل کې د يو رياست لپاره آزموينه ورکړې وه او لوړې نومرې یې اخيستې وې، خو په تقريري آزموينه کې بيا يو داسې کس ترې مخکې شوی ؤ چې په کمپيوټري آزموينه کې يې خورا ټيټې نومرې اخيستې وې. دغه سرچینې زیاتوي چې د بریالي شوي کس تر شاه د يوه وکيل لاس ؤ.
په کونړ کې د ګهیځ موندنې ښيي چې په یاد ولایت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له خوا داسې کسان هم په دندو ګومارل شوي چې په لومړي سر کې یې یوازې ۱۷ نومرې وړې دي خو دغه نومرې بيا وروسته۷۰ شوې دي.
ددې خلکو په وینا داسې هم شوي چې بېخي په یوه اداره کې د یوه بست لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له خوا آزموينه لغوه شوې ده خو وروسته بیا په هماغه بست کې یو کس له آزموینې پرته ګومارل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې پخوا به منځ رتبه او ټيټ رتبه يا د(۸،۷،۶،۵،۴) بستونو مامورينو او اجيرانو د ګومارنې ټولې آزموينې د هر ولايت د اداري اصلاحاتو او اړونده ادارې له خوا په تحريري او تقريري ډول اخيستل کېدې، او د دوهم او درېیم بست آزموينه به په کابل کې د اړونده وزارت له خوا اخيستل کېده.
خــــــــو اوس حکومت پدغه برخه کــــــــې سيسټم بدل کــــــــړی او د(۸،۷،۶،۵،۴) بستونو لـــــه منځه د(۷-۸)بست آزموينه يا ګومارنه د کونړ ولايت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او اړونده ادارې له خوا اخیستل کېږي،او د پاتې بستونو آزموينه که يو پړاو ولري په ننګرهار کې او که دوه پړاوه( تحریري او تقریري) ولري، نو لومړنی يا کمپيوټري آزموينه يې په ننګرهار او تقريري آزموينه يې د کونړ په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په اداره کې د اړونده رياست له خوا په ګډه اخيستل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس