معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کراچۍ بندر کې لا هم له زرو ډېر کانټینرونه د افغان سوداګرو ایسار دي

کراچۍ بندر کې لا هم له زرو ډېر کانټینرونه د افغان سوداګرو ایسار دي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په چین کې د افغان بار وړونکو ټولنې رییس خان آغا ګلزاد وایي، چې اوس هم افغان سوداګر په کراچۍ بندر کې له ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په خبره لا هم له زرو ډېر کانټینرونه په دغه بندر کې د دوی بند پاتې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په کراچۍ بندر کې د افغانستان پر سوداګریزو توکو بندیزونو سوداګر زیانمن کړي چې سرپرست حکومت باید دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال وايي، پاکستان باید په سوداګریزو توکو باندې لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وایي، سرپرست حکومت په بېلابېلو هېوادونو کې د سوداګرو ستونزو حل ته ژمن دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس